افغان لوبډلې له ایرلنډ د ۲-۱ په توپیر لوبلړۍ خپله کړه

د افغان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ نن د افغانستان اسلامي بانک جام شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې د سوپر اور په وروستي توپ له سیالې لوبډلې ماتې ومنله چې په دې سره د دغو سیالیو لوبلړۍ د  ۲-۱ په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې له ایرلنډ د ۲-۱ په توپیر لوبلړۍ خپله کړه

د افغان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ نن د افغانستان اسلامي بانک جام شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې د سوپر اور په وروستي توپ له سیالې لوبډلې ماتې ومنله چې په دې سره د دغو سیالیو لوبلړۍ د  ۲-۱ په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

د نن ورځې د جالبې لوبې په پیل کې ایرلنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ټولو اورونو په لوبولو سره یې د اتو ویکټو په سوځېدو له افغانستان ۱۴۲ منډې ترلاسه کړې.

د ایرلنډ توپوهونکو له لوري جي جې ډیلانې ۳۷، ټکټار ۳۱ او کېون اوبراین ۲۶ منډې ترلاسه کړې او افغان لوبډلې ته یې ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

خو د ملي لوبډلې ځوان توپ اچوونکي نن ډېر ښه وځلېدل او د دوی له منځه قیس احمد چې نن یې لومړنۍ شل اوریزه نړیواله لوبه هم وه؛ درې ویکټې ترلاسه کړې او دغه راز نوین الحق هم ډېر ښه وځلېده چې نوموړي هم درې سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

همدارنګه د دوی سربېره مجیب الرحمن او راشدخان هم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او سیاله لوبډله یې ډېرو منډو ترلاسه کولو ته پرېنښوده.

ورپسې افغان لوبډلې خپله توپوهنه پیل کړه چې له منځه یې رحمن الله ګربز او عثمان غني د لوبې پیل وکړ او ډېره چټکه لوبه یې پیل کړه، خو لا یې ۵۴ منډې ملګرتیا کړې وه چې دواړو یو په بل پسې په ۴۲ او ۱۸ منډو ویکټې له لاسه ورکړې.

د دوی سربېره اصغر افغان ۳۲ او راشدخان ۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې په وروستي توپ راشدخان د سیالې د ۱۴۲ منډو سرحد ته ځان ورساوه او په دې سره لوبه برابره شوه او لوبه یې هم د سوپر اور پړاو ته داخله کړه.

سوپر اور کې د افغانستان په استازیتوب محمد نبي او ګربز ډګر ته ښکته شول چې له سیالې لوبډلې یې ۸ منډې وکړې او د نهو منډو هدف یې ورته وټاکه، چې بیا د افغانستان د توپ اچونې په برخه کې راشدخان راغی، د ایرلنډ پاول سټېرلنگ یې له ډګره بهر کړ، خو ایرلنډ ته د ګټلو لپاره لا دوه منډې پاتې وې چې کېون اوبراین د راشدخان په وروستي توپ شپږیزه ووهله او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

باید وویل شي چې ایرلنډ له اوو کلونو وروسته وکولی شول، څو له افغانستان په شل اوریزو لوبو کې بریا خپله کړي او همدارنګه دا په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لومړنی سوپر اور و چې له ایرلنډ سره رامنځته شو.

په دې سره د نن لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کېون اوبراین او د سټایلش لوبغاړي جایزه نوین الحق ته ورکړل شوه، په داسې حال کې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان اسلامي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا رحمن الله ګربز ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې افغانستان د سیالې ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې د هندوستان په ګریټر نویډا کې د روانې مارچ میاشتې په شپږمه، اتمه او لسمه نېټو لوبې وکړې چې د ۲-۱ په توپير د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.