د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله پر احسان جنت پنځه کلن بندیز ولګول شو.

د کورني کرکټ لوبغاړی احسان جنت د کابل پریمیر لیګ یا KPL دویم پړاو سیالیو کې د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له اصولو څخه د سرغړونې او فساد له امله د پنځو کلونو مودې لپاره له هر ډول کرکټ او د کرکټ اړوند چارو له ترسره کولو څخه منع شو.

د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون د ۲ مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړي چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي نوله پنځه کلنو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کیدای شي، چې د نوموړي سرغړونې او حالاتو ته په پام سره هغه ته پنځه کلن لوبیز بندیز په پام کې نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي لوبغاړي هم د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له مادو څخه خپله سرغړونه منلې ده او په فساد کې د ښکېلتیا په تړاو یې پر خپلې سرغړونې اقرار کړی دی.

باید وویل شي چې په لوبیز فساد کې د ښکیلتیا له امله پر دریو نورو لوبغاړو هم شکونه موجود دي او په اړه یې څېړنې روانې دي چې د جرم د ثابتېدو په صورت کې به یې په اړه تصمیمونه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې پر احسان جنت یاد بندیز د دغې اعلامیې له خپرېدو سره سم د پلي کېدو وړ دی چې تر راتلونکو پنځو کلونو مودې پورې به دوام ومومي.