افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې پرله پسې دویمه بریا هم خپله کړه

افغان لوبډلې نن یو ځل بیا وکولی شول د سیالې زمبابوې پر وړاندې د روانو یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ دویمه بریا هم په پرله پسې ډول خپله کړي او سیال لوري ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړي چې په دې سره د یادو سیالیو لوبلړۍ هم د افغانستان په نوم شوه.
افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې پرله پسې دویمه بریا هم خپله کړه

افغان لوبډلې نن یو ځل بیا وکولی شول د سیالې زمبابوې پر وړاندې د روانو یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ دویمه بریا هم په پرله پسې ډول خپله کړي او سیال لوري ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړي چې په دې سره د یادو سیالیو لوبلړۍ هم د افغانستان په نوم شوه.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله چې لومړی یې سیال لوری توپوهنې ته راوباله. که څه هم زمبابوې چټګ پیل وکړ، خو د افغان توپ اچوونکو له لوري د سیال لوري توپوهونکي کابو شول او ډېرې منډې یې ترې ترلاسه نه کړې.

فضل حق فاروقي د لوبې په لومړي اور کې د چکاباوه ویکټ واخیسته او ورپسې فرید ملک هم د ویکټو اخیستو پیل وکړ چې په نننۍ لوبه کې ډېر ښه وځلېده او درې ویکټې یې ترلاسه کړې.

په ټوله کې د فرید د دریو ویکټو سربېره راشدخان، فضل حق فاروقي او محمد نبي هم دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې او د سیال لوري لوبغاړي یې ډېرو منډو ترلاسه کولو ته پرېنښودل او د ۲۲۸ منډو له ترلاسه کولو وروسته یې په ټولو ۵۰ اورونو کې ټول لوبغاړي له ډګره وربهر کړل. دا په داسې حال کې ده چې د زمبابوې لپاره اینوسینټ کایا ۶۳، ریان برل ۵۱ ناسوځېدلې، سکندر رضا ۴۰ او کریګ اروین ۳۲ منډې ترلاسه کړې.

ورپسې افغان توپوهونکو خپله پاڼۍ پیل کړه چې پیل یې رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ وکړ، که څه هم رحمن الله ګربز ۴ منډې وکړې، خو ابرهیم ځدراڼ د افغان لوبډلې لپاره د ډال رول ولوباوه او د لوبې تر بریا په ډګر کې پاتې شو، تر دې چې د ۱۲۰ ناسوځېدلو منډو په کولو سره په بریا سره له ډګر ووت. پر نوموړي سربېره رحمت شاه زرمتي هم جالبه او په زړه پورې لوبه وکړه او په نننۍ بریا کې یې ستر رول ولوباوه چې بیا د ۸۸ منډو له ترلاسه کولو وروسته له ډګره بهر شو. د رحمت شاه له تګ وروسته حشمت شهیدي ډګر ته راغی او له یوې ناسوځېدلې منډې وروسته له بریا سره پویلین ته ستون شو.

باید وویل شي افغانستان نننۍ لوبه د لوبې ۴۴،۳ اور کې وګټله او په دې سره یې د روانو سیالیو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه چې د نن ورځې د غوره لوبغاړي جایزه هم ابراهیم ځدراڼ ته د ۱۲۰ ناسوځېدلو منډو په پایله کې ورکړل شوه.

افغانستان به د زمبابوې پر وړاندې خپله دریمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یا د روانې جون میاشتې په نهمه نېټه ترسره کړي.