د زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان د ۵ زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ، چې د ډیسمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه په ننګرهار ولایت کې پیل شوې وې، نن د سپین غر زون اړوند عباد قريشي کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د بند امیر زون منګل زلمي کرکټ کلب ته په پایلوبه کې په ۴ وېکټو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۱م کال د غوره کلبونو ترمنځ د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د روان کال د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام په سیالیو کې د ۵ زونونو غوره کلبونو ګډون درلود چې په لومړي پړاو کې هرې لوبډلې ۴ لوبې وکړې او له منځه یې عباد قریشي او منګل زلمي کرکټ کلبونو د ۲ مخکښو کلبونو په توګه پایلوبې ته لاره ومونده چې د ډیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. 

د یادې پاي لوبې پچه منګل زلمي کرکټ کلب وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دغې لوبډلې په ټاکل شویو ۳۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۹۷ منډې جوړې کړې. د زلميو په ګټه لوبډلمشر فيصل خان ۷۶، محمد حنيف ۵۱ او سيد جمال الدين ۱۴ منډې جوړې کړې. د عباد قريشي کرکټ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ابراهيم عبدالرحيمزي ۲، صديق فضلي او عبدالله عادل يوه-يوه وېکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په ځواب کې د سپين غر زون عباد قريشي کرکټ لوبډلې خورا چټک پیل واخیست. زبید اکبري په ۲۱ توپونو ۴۸ او تمیم سرخرودي ۶۸ منډې جوړې کړې، د دوی ترڅنګ لوبډلمشر اکبر موسی‌زی هم ۳۱ منډې جوړې کړې او ياد هدف یې د شپږو لوبغاړو په تاوان سره د لوبې په ۲۲م اور کې ترلاسه کړ. د منګل زلميو په ګټه حفيظ الله هادي پنځه او بريال افغان يوه وېکټ ترلاسه کړه خو خپله لوبډله یې له ماتې څخه ونه ژغورله. ابراهيم عبدالرحيمزی په دوه وېکټو او د ۱۶ چټکو منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ دی چې د منګل زلمي کرکټ کلب لوبغاړي فيصل خان، چې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې په مټ یې د ۵۳.۴۰ منډو په اوسط سره ۲۶۷ منډې جوړې کړې وې، د سیالیو د غوره توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه. د نوموړي ترڅنګ د مس عينک زون اړوند د ډېنجر کرکټ کلب ښي لاسي چټک توپ اچونکي نسيم منګل د ۱۲ وېکټو په ترلاسه کولو سره غوره توپ اچونکی ونومول شو. همدارنګه د سپين غر زون د عباد قريشي کرکټ لوبډلې الرونډر ذبيد اکبري د ۲۴۷ منډو او ۳ وېکټو په ترلاسه کولو سره د ۲۰۲۱م کال د زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ په ۲۰۲۱م کال کې د کورني کرکټ وروستۍ هغه وې چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ۱۲ ورځو په موده کې ترسره شوې.