هندوکش سټرایکرز لوبډلې د اتصالات لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې اړوند نهم پړاو اتصالات لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ چې د روانې جولای میاشتې په لسمه نېټه په کندز ولایت کې پیل شوې وې، نن د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. 
هندوکش سټرایکرز لوبډلې د اتصالات لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې اړوند نهم پړاو اتصالات لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ چې د روانې جولای میاشتې په لسمه نېټه په کندز ولایت کې پیل شوې وې، نن د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. 

په دغو سیالیو کې څلور لوبډلو هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، پامیر لیجینډز او میوند اتلان لوبډلو ګډون درلود چې د ۱۶ ورځو په موده کې یې ترمنځ ۱۳ سیالۍ ترسره شوې او له منځه یې د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستورو لوبډلې د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د یادو سیالیو وروستۍ پایلوبې ته لاره ومونده. 

د دغو سیالیو ستره پایلوبه نن سهار ۹:۰۰ بجې په کندز کرکټ لوبغالي کې پیل شوه چې پچه د هندوکش لوبډلې لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د ماهیپر ستورو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې له یوې خورا غوره توپوهنې وروسته د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۳۰۷ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه بلال احمد ترین ۱۳۶، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۶۶، فرید احمد ملک ۲۶ او ضیاءالرحمن اکبر ۲۰ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د هندوکش لوبډلې په ګټه فریدون داودزي ۲، ننګیال خروټي، خلیل ګربز، شمس الرحمن او محمد ګل عليزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ماهیپر ستورو لخوا د ۳۰۸ منډو ټاکل شوی هدف د زبید اکبري د سلیزې او رحمت شاه زرمتي د نیمه سلیزې پر مټ د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او د ۷م پړاو اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د دغې لوبډلې په ګټه زبید اکبري ۱۳۴، رحمت شاه زرمتي ۶۸، عبدالمالک ۴۰، اعجاز احمد او افسر ځاځي هر یوه ۲۱ منډې جوړې کړې. د ماهیپر لپاره ګلبدین نایب دوه، فرید احمد او ظاهر خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه. په دې سره د هندوکش ستورو لوبډلې د نهم پړاو اتصالات لېسټ اې – یو ورځنیو سیالیو اتلولي خپله کړه. 

د هندوکش ستوري لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکی زبید اکبري چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په ۱۳۳ توپونو د ۱۴ څلوریزو او ۳ سترو شپږیزو پرمټ ۱۳۴ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. دغه راز د ماهیپر ستورو لوبډلې ځوان توپوهونکی بلال احمد ترین چې په دغو سیالیو کې یې د دوه سلیزو پرمټ ۲۷۴ منډې جوړې کړې وې، د سیالیو ځوان لوبغاړی ونومول شو. 

د پامیر لیجینډز لوبډلې تکړه چټک توپ اچوونکی نوید ځدراڼ په دغو سیالیو کې ۱۳ ویکټې ترلاسه کړې او د سیالیو غوره توپ اچوونکی ونومول شو. دغه راز د سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی رحمت شاه ونومول شو چې د ۴ نیمه سلیزو او یوې سلیزې پرمټ یې د ۶۵.۸۳ منډو په اوسط سره ۳۹۵ منډې جوړې کړې وې. 

دغه راز د میوند اتلان لوبډلې تکړه لوبغاړی شرف الدین اشرف چې په یادو سیالیو کې یې ۱۸۲ منډې جوړې کړې وې او دغه راز یې ۹ ویکټې ترلاسه کړې وې، د سیالیو تر ټولو غوره الرونډر ونومول شو. 

اتصالات لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له پلان سره سم به له یادو سیالیو وروسته په راتلونکې اګسټ میاشت کې نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیک او د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ ترسره شي.