هندوکش سټرایکرز لوبډلې دریمه بریا خپله کړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې نن هندوکش سټرایکرز د یوې پاڼۍ او ۳۰ منډو په توپیر سره پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې دریمه بریا خپله کړه. د یادې بریا په خپلولو سره هندوکش لوبډلې د لوبو جدول کې لومړی مقام له ځانه سره وساته.

د هندوکش او پامیر ترمنځ لوبه چې د پنجشنبې پر ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوه. هندوکش سټرایکرز د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پامیر لوبډلې په خپل لومړي وار توپوهنه کې یوازې ۴۲ منډې جوړې کړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړه. د هندوکش په ګته افتاب عالم ۶ او ضیاء الرحمن شریفي ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

هندوکش لوبډلې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د لوبډلمشر بهیرشاه محبوب ۱۳۳ ناسوځېدلو، بلال احمد ترین ۴۵ او خالد احمدزي ۴۴ منډو پر مټ ۳۰۸ منډې ترسره کړې. بلخوا د پامیر په ګټه محب الله زرمتي ۳، عبدالله تره خېل، عظیم ځدراڼ او خلیل ګربز هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

پامیر لیجنډز د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۳۰۸ منډو ځواب کې خپلې دویمې پاڼۍ کې یوازې ۲۳۶ منډې ترلاسه کړې او د یوې پاڼۍ او ۳۰ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی لپاره عبدالله تره خېل ۷۷ ناسوځېدلې او سبحان زاخېل ۵۲ منډې وکړې. د هندوکش لوبډلې په توپ اچونه کې افتاب عالم او ننګیالي خروټي ۳-۳، کامل کاکړ او ضیاء الرحمن شریفي هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې چټک توپ اچوونکی افتاب عالم د ۶ او ۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز لوبډلې به د دویم ځل لپاره راتلونکې دوشنبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.