هندوکش سټرایکرز پامیر لیجنډز ته ستره ماتې ورکړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لړ کې نن هندوکش سټرایکرز د ۱۰ ویکټو په توپیر پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه. یاده سیالۍ چې د تیرې چهارشنبې پر ورځ پیل شوې وه، نن د لوبې پر دریمه ورځ پامیر لوبډلې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۴ او دویمه کې ۱۴۱ منډې جوړي کړې چې د هندوکش ۳۹۴ منډو د پور خلاصولو وروسته یې د ۲ منډو هدف وټاکه او سیالې لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ.

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس دوولسمه سیالۍ چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، هندوکش سټرایکرز لوبډلې پکې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پامیر لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د اعجاز احمد ۹۹ او شمس الرحمن ۵۹ منډو پر مټ ۲۵۴ منډې جوړې کړې. بلخوا د هندوکش په توپ اچونه کې نوید ځدراڼ ۴، احمدضیاء ځلاند ۳ او طاهر عادل ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره رخصت کړه. 

هندوکش لوبډلې د پامیر د ۲۵۴ منډو ځواب کې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۳۹۴ منډې جوړې کړې او د ۱۴۰ منډو مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د دوی په ګټه خالد احمدزي ۱۳۵، شوکت زمان ۸۴ او برکت الله ابراهیمزي ۶۳ منډې ترلاسه کړې. د پامیر لپاره یمین احمدزي ۴، جان محمد او شمس الرحمن هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې. 

پامیر لوبډلې د هندوکش لوبډلې د ۳۹۴ منډو او ۱۴۰ منډو مخکیوالي په ځواب کې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او د ۲ منډو هدف یې وټاکه. یاد هدف هندوکش پرته له کوم تاوان ترلاسه کړی. د پامیرپه توپ وهنه کې یمین احمدزي ۲۶، عزت نور ۲۴ او عبدالله تره خېل ۲۳ منډې جوړې کړې. د هندوکش توپ اچوونکو کې نوید ځدراڼ او احمدضیاء ځلاند ۳-۳ او ضیاء الرحمن شریفي ۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې توپوهونکی خالد احمدزی د ۱۳۵ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.