د هندوکش او میوند لوبډلو سیالۍ بې پایلې ختمه شوه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) سیالۍ چې د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب روانې دي، د هندوکش سټرایکرز او میوند اتلان لوبډلو تر منځ شپږمه سیالۍ پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده. د یادې سیالۍ پر څلورمه او وروستۍ ورځ هندوکش لوبډلې د ۴۵۰ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې یې میوند لوبډلې یوازې د ۳ ویکټو په تاوان سره ۲۵۸ منډې جوړې کړې او د ورځې په ختمېدو سره یاده سیالۍ بې پایلې اعلان شوه.

د میوند اتلان او هندوکش سټرایکرز تر منځ دغه سیالۍ چې د تېرې سه شنبې پر ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوه، میوند لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې هندوکش ته د توپوهنې بلنه ورکړه. هندوکش لوبډلې د شبیر نوري ۵۷ او کامل کاکړ د ۳۵ منډو پر مټ ۲۲۶ منډې ترسره کړې. بلخوا د میوند لوبډلې توپ اچونه کې ظاهر خان او جمشېد خان هر یوه ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.
 
د هندوکش ۲۲۶ منډو په ځواب کې میوند لوبډلې د محمد شهزاد ۸۲ او اعجاز احمدزي د ۶۶ منډو پر مټ ۲۳۱ منډې جوړې کړې او ۵ منډې مخکیوالی یې ترلاسه کړی. د سیالې هندوکش لوبډلې توپ اچونه کې نوید ځدراڼ ۵ او افتاب عالم ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

سټرایکرز لوبډلې خپل دویم وار توپوهنه کې بهترینه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړه. دوی د احسان الله جنت د ۱۹۱، طاهر عادل ۵۲، شراف الدین اشرف ۵۲، بهیرشاه محبوب ۵۰ او دروېش رسولي ۴۷ منډو پر مټ ۴۵۴ منډې ترلاسه کړې او د ۴۵۰ منډو هدف یې میوند لوبډلې ته وټاکه. د میوند په توپ اچوونکو کې محمد ابراهیم ۳ او ظاهر خان ۲ لوبغاړي د لوبې له میدانه بهر کړه.

اتلانو د هندوکش ۴۵۰ منډو د هدف په ځواب کې نن د ورځې تر پایه ۲۵۸ منډې جوړې کړې او ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړه خو د ورځې په ختمېدو سره یې لوبه بې پایلې اعلان شوه. د دوی په ګټه لوبډلمشر ناصر جمال ۱۲۱، عبدالهادي ۶۴ او شهزاد محمدي ۶۴ منډې جوړې کړې. بل لور ته د هندوکش لپاره نوید ځدراڼ، افتاب عالم او کامل کاکړ یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

د لوبې د پای په مراسمو کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې توپوهونکی احسان الله جنت په ۱۹۱ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.