هندوکش سټرایکرز لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 25 Sep 2024
د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو لوبې چې اوسمهال د ننګرهار په دوو بېلابېلو لوبغالو کې روانې دي، نن یې څلورمه لوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې د پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په یادو لوبو کې یې له یوې ماتې وروسته لومړۍ بریا په خپل نوم ثبت کړه.
د هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز لوبډلو ترمنځ د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلورمه سیالۍ چې د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه پامیر لیجنډز لوبډلې وګټله او لومړی یې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هندوکش لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د حزب الله دراني ۱۵۲، اعجاز احمدزي ۸۱، رحمن الله ځدراڼ ۴۴ او طاهر عادل ۴۰ منډو پر مټ ۳۷۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د پامیر لوبډلې په ګټه بشیر احمد افغان ۵، ضیاء الرحمن اکبر او جمعه ګل میاخېل هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
پامیر لیجنډز لوبډلې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د هندوکش د ۳۷۶ منډو ځواب کې ۲۹۴ منډې جوړې کړې او د هندوکش لوبډلې ۸۲ منډې پوروړې پاتې شوه. د دوی په ګټه اسلام ځاځي ۶۹، جمعه ګل میاخېل ۵۵، ضیاء الرحمن اکبر ۴۳ او عثمان نوري ۴۲ منډې ترلاسه کړې. باید وویل شي چې د هندوکش لوبډلې په ګټه بیا ضیاء الرحمن شریفي ۶ او لعل باز ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
هندوکش سټرایکرز لوبډلې خپلې دویمې پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره ۲۹۱ منډې جوړې کړې او پامیر ته یې د ۳۷۴ منډو هدف وټاکه. د دوی په توپوهنه کې ارشاد الدین ساپي ۱۲۰، اعجاز احمدزي ۴۵، بهیر شاه محبوب ۴۴ او رحمن الله ځدراڼ ۴۰ منډې جوړې کړې. د پامیر لوبډلې په توپ اچوونکو کې خیرمحمد علیزي ۶ او یما عرب ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
پامیر لیجنډز لوبډلې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۳۷۴ منډو ځواب کې یوازې ۱۷۷ منډې جوړې کړې او د ۱۹۶ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د پامیر لوبډلې په توپوهونکو کې عثمان نوري ۵۶، جمعه ګل میاخېل ۴۲ او سمیع مموزي ۲۳ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د هندوکش لوبډلې په ګټه خلیل ګربز ۵ او نصیر خان ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې د پای مراسمو کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ځوان پیلیز توپوهونکی حزب الله درانی په ۱۵۲ او ۹ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو په روان بهیر کې به هندوکش سټرایکرز د میوند اتلانو پر وړاندې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي. همداراز به دویمه لوبه کې پامیر لیجنډز او ماهیپر ستوري په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي یو له بل سره سیالۍ پیل کړي.