بست ساتونکي پرلپسې دریمه بریا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 23 Jul 2022
د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په دوام نن د افلاک فیضي بست ساتونکي لوبډلې د حسن عیسی خېل، حشمت الله شهیدي د ښکلي توپوهنې او فضل الحق فاروقي او ضیاء اکبر د غوره توپ اچونې پر مټ رپیډ پې هندوکش ستوري لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او پرلپسې دریمه بریا یې خپله کړه.
هندوکش ستوري لوبډلې د نننۍ سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې بست ساتونکي لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د بست په ګټه د دوی پیلیزو توپوهونکو ښکلی پیل وکړی، چې حسن عیسی خېل په ۵۵ توپونو ۷۶، حشمت الله شهیدي په ۴۱ توپونو ۵۱ او سمیع الله شینواري ۱۴ منډې جوړې کړې. بست په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۷۴ منډې هدف وټاکه. د هندوکش لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حمید حسن او مسلم موسی دوه-دوه لوبغاړي د لوبې له ډګره رخصت کړه.
د بست ساتونکي لوبډلې په ۱۷۴ منډو هدف پسې هندوکش ستوري لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۲۱ منډې جوړې کړې او د ۵۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د هندوکش لپاره نثار وحدت د ۳۴ توپونو لوبولو سره چټکې ۵۶ او زبید اکبري د ۲۲ توپونو په لوبولو سره ۲۳ منډې ترلاسه کړې. د بست لوبډلې په ګټه فضل الحق فاروقي د ۱۳ منډو او ضیاء اکبر د ۲۵ منډو په بدل کې ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د بست ساتونکي لوبډلې ځوان توپوهونکی حسن عیسی خېل د لوبې غوره لوبغاړی، ضیاء اکبر د لوبې ډوولي لوبغاړی او فضل الحق فاروقي د لوبې د بڼې بدلوونکی لوبغاړی وټاکل شو خو نثار وحدت د لوبې د زیاتو شپږیزو جایزه ترلاسه کړه.