اصغر افغان: د بریاو لړۍ به دوام لري

افغان ملي لوبډلې د هندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کې د روانې مارچ میاشتې په شپږمه، اتمه او لسمه نېټو د ایرلنډ پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې وکړې چې د ۲-۱ په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.
اصغر افغان: د بریاو لړۍ به دوام لري

افغان ملي لوبډلې د هندوستان په  ګریټر نویډا لوبغالي کې د روانې مارچ میاشتې په شپږمه، اتمه او لسمه نېټو د ایرلنډ پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې وکړې چې د ۲-۱ په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.
له دغو سیالیو وروسته ملي لوبډله نن مازدیګر هېواد ته راستنه شوه او ورپسې یې افغانستان کرکټ بورډ اداره کې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي په دغه غونډه کې خپلو ټولو هېوادوالو، ملي لوبغاړو، د کرکټ بورډ عمومي مشر او د کرکټ مینه والو ته مبارکي ورکړه چې په وینا یې، ملي لوبډله په دغو سیالیو کې ډېره ښه وځلېده.
هغه زیاته کړه: ((افغان لوبغاړي د اماراتو له تمریناتي او روزنیز کمپ وروسته دا ده ډېره ښه وځلېدل او هیله ده چې دوی همدا ډول بریاو او ویاړونو ته دوام ورکړي او د نړیوال جام لوبو او د اسیا جام لوبو کې هم ښه وځلیږي.))
ښاغلي ستانکزي دغه راز د یادو سیالیو له ټولو مالي ملاتړ کوونکو هم مننه وکړه او په وینا یې: ((د افغانستان له اسلامي بانک، کام ایر هوايي شرکت او د کاردان له پوهنتون ډېره مننه چې په دغو سیالیو کې یې په بېلابېلو برخو کې له ملي لوبډلې مالي ملاتړ وکړ.))
همدارنګه د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم د دغې سترې بریا په اړه خپلو ټولو هېوادوالو او د کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته مبارکي وړاندې کړه او ویې ویل: ((ټول غیور ولس او اتلانو ته دې دغه ستره بریا مبارک وي او انشاءالله همدا ډول به د بریاو لړۍ دوام لري.))
هغه دغه راز وویل، د متحده عربي اماراتو روزنیز کمپ د لوبغاړو په روزنه کې ډېر اغېزناک رول درلود، دا دی سیالې لوبډلې ته مو د ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه، له دې وروسته به کابل کې او همدارنګه په سویلي افریقا کې هم روزنیز کمپونه ترسره کړو او د ادارې د پلان سره سم به انشاءالله لوبډله ځلیږي.
د یادولو ده چې افغان لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې په وروستۍ لوبلړۍ کې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې وکړې چې لومړۍ او دویمه د افغان لوبډلې په بریا او وروستۍ هغه بیا له سوپر اور وروسته د ایرلنډ په بریا سره پای ته ورسېده.