افغان اتلانو سویلي افریقا ته د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم ستره ماتې ورکړه او په یاده لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
افغان اتلانو سویلي افریقا ته د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم ستره ماتې ورکړه او په یاده لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان پیلیز توپوهونکو خورا ښه توپوهنه پیل کړه او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۸۸ منډو ملګرتیا وکړه. لومړی پیلیز توپوهونکی ریاض حسن و چې خپله ویکټ یې له لاسه ورکړه خو بل لوري ته رحمن الله ګربز خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکړ چې په پایله کې یې بهترینه سلیزه جوړه کړه.

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي ۷مه سلیزه وه او لومړی افغان لوبغاړی شو چې د لوبې په دې بڼه کې ۷ سلیزې جوړوي. له دې وړاندې محمد شهزاد په ۶ سلیزو سره د ګربز ترڅنګ هغه مخکښ توپوهونکی و چې له نورو یې ډېرې سلیزې جوړې کړې وې. نن رحمن الله ګربز د نوموړي ریکارډ مات کړ او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره نوې کارنامه په خپل نوم ثبت کړه.

د نوموړي ترڅنګ عظمت الله عمرزي هم بهترینه توپوهنه وکړه. عمرزي په ۵۰ توپونو د ۵ څلوریزو او ۶ شپږیزو پرمټ ۸۶* منډې جوړې کړې. دغه راز رحمت شاه زرمتي هم خپله ونډه ادا کړه او ۵۰ منډې یې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان اتلانو سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ.

د یاد هدف په ځواب کې سیالې لوبډلې ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۷۳ منډو ملګرتیا وکړه. عظمت الله عمرزي د سیالې لوبډلې د پیل ملګرتیا ماته کړه او افغان لوبډلې ته یې هم ښه پیل ورکړ. له دې وروسته راشد خان او ننګیال خروټي په پرلپسې توګه سیال لوبغاړي له ډګره وویستل او ټوله لوبډله یې تر ۱۳۴ منډو ایساره شوه. ننګیال خروټي ۴ ویکټې ترلاسه کړې خو راشد خان چې له درده ډکه او په ټپي پښه توپ اچونه کوله، یوازې د ۱۹ منډو په بدل کې ۵ سیال لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ۴م ځل و چې راشد خان په یوه پاڼۍ کې ۵ ویکټې ترلاسه کوي. د نوموړي د غوره توپ اچونې پرمټ افغان اتلانو وکولی شول چې سیاله لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړي او په روانه لوبلړۍ کې دویمه بریا او په ټوله کې لوبلړۍ په خپل نوم کړي. راشد خان د خپلې بېسارې غوره توپ اچونې پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ په همدې شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.