د مس عينک اتلانو د شپږيزې ليګ پايلوبې ته لار پېدا کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 16 Oct 2019
د شپږيزې کرکټ ليګ په لومړۍ کواليفاير لوبه کې د پاراګان بند امير ښاماران او د وزيرزي مس عينک اتلان لوبډلې مخامخ شوې.
د لوبې په پيل کې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې افسر ځاځي ۵۶ ناسوځېدلې، عمران جنت ۴۴ او راشد خان ۲۶ منډې وکړې.
د مس عينک اتلانو له لوري شرف الدين اشرف ۳، نوين الحق او محمد نبي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۱۵۸ منډو هدف د مس عينک اتلانو لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۷ ويکټو يې د بند امير ښامارانو لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوی له ډلې رحمن الله ګربز ۸۰، نور علي ځدراڼ ۴۴ ناسوځېدلې او احسان الله جنت ۳۶ منډې وکړې.
د بند امير ښامارانو له لوري جاوېد احمدي ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رحمن الله ګربز ترلاسه کړه، چې د ۸۰ منډو په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه.
د بند امير ښامارانو لوبډله پايلوبې ته د تګ لپاره يو بل چانس هم لري، هره هغه لوبډله چې په ايليمينېټر لوبه کې بريا خپله کړي، د بند امير ښامارانو لوبډله به ورسره په دويمه کواليفاير لوبه کې مخامخېږي.
د يادولو ده چې نن به د کابل بازانو او سپين غر زمريانو ترمنځ د ايليمينېټر لوبه ماسپښين ۱:۱۵ بجه ترسره کېږي.