د رحمن الله ګربز غوره توپ وهنې افغانستان بریا ته ورساوه

افغانستان د ابو ظبي سن شاین شل اوریزه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ګربز د غوره توپ وهنې او راشد د ښې توپ اچونې پر مټ زمبابوې ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه.
د رحمن الله ګربز غوره توپ وهنې افغانستان بریا ته ورساوه

افغانستان د ابو ظبي سن شاین شل اوریزه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ګربز د غوره توپ وهنې او راشد د ښې توپ اچونې پر مټ زمبابوې ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه.

د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ د لومړۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغانستان ته یې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، د افغانستان د پیل توپ وهنې لپاره کریم جنت او رحمن الله ګربز را ښکته شول، دواړو پیلیزو لوبغاړو د دایرې اورونه ښه ولوبول او د کومې ویکټې له غورځېدو پرته یې لومړیو شپږو اورونو کې ۶۶ منډې ترسره کړې، رحمن الله ګربز د اوو شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ په ۴۵ توپونو ۸۷ منډې، اصغر افغان په ۳۸ توپونو ۵۵ او کریم جنت په ۲۲ توپونو ۲۶ منډې ترسره کړې چې افغانستان د پنځو ویکټو په غورځېدو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه؛ د زمبابوې لپاره مزرباني او نګراوا هر یو دوه، دوه او راین برل یوه ویکټ تر لاسه کړه.

د لوبې په دویمه نیمایي کې زمبابوې د هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه، د اوو ویکټو په غورځېدو سره یې ۱۵۰ منډې ترسره کړې چې ټاکلي شل اورونه پرې پای ته ورسېدل او لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله، د زمبابوې لپاره په توپ وهنه کې تیناش ۴۴، شان ویلیمس او سکندر رضا هر یو ۲۲، ۲۲ منډې او مسکنډا ۱۸ منډې جوړې کړې؛ د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان درې او د فرید ملک تر څنګ کریم جنت دوه، دوه ویکټې تر لاسه کړې.

رحمن الله ګربز د غوره ۸۷ منډو جوړولو وروسته د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. د یادونې وړ ده چې د ابو ظبي سن ساین شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه به د روانې مارچ میاشتې په ۱۹ مه نېټه ترسره شي.