ګلبدین نایب د حضرت الله ځاځي پر ځای د لوبډلې برخه شو

د افغان کرکټ د ملي لوبډلې چپ لاسی پیلیز توپوهونکی حضرت الله ځاځی چې له دې وړاندې یې د تمریناتو پر مهال د عضلاتو درد پيدا کړی و، پرون ورځ یې د تمریناتو پر مهال یو ځل بیا د پښتورګي دردونه پیدا کړي چې له امله به یې د پاتې لوبو برخه نه وي او پر ځای یې ګلبدین نایب د لوبډلې برخه شوی دی.

افغان لوبډله مخکې له دې چې میلبورن ته سفر وکړي او هلته د نیوزیلنډ او ایرلینډ پر وړاندې خپلې سیالۍ ترسره کړي، حضرت الله ځاځي د تمریناتو پر مهال د عضلاتو د برېښېدو له امله دردونه پیدا کړي وو چې د لوبډلې د ډاکټر او فیزیو له سپارښتنې سره سم له دوو لوبو چې د باران له امله لغوه شوې، له نوملړ پاتې شوی و.

د لوبډلې د اړوند ډاکټر او فیزیو په وینا: ((حضرت الله ځاځي پرون یو ځل بیا د تمریناتو پر مهال د پښتورګو له برخې شدید دردونه پیدا کړل، چې له هغه وروسته مو د اړوند معایناتو او سکنونو په موخه روغتون ته یووړ، د د معایناتو پر مهال څرګنده شوه چې د نوموړي پښتورګی وړوکې تیږه لري او دغه راز یې یوه عضله هم شلېدلې ده نو پر همدې بنسټ به نوموړي د نړیوال جام د پاتې لوبو برخه ونه اوسي.))

د یادولو ده چې پتیېل شوې وه، ترڅو حضرت الله ځاځی سبا د سریلانکا پر وړاندې د لوبې برخه و اوسي، خو د ډاکټر په وینا چې نوموړی باید تر بشپړ رغېدو پورې تر درملنې لاندې وي او باید پوره درملنه یې وشي چې له امله یې ګلبدین نایب د لوبډلې نوملړ ته اضافه شوی دی.