راتلونکې اونۍ دريمه درجه ولايتي سيالۍ پيليږي

افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ (د جنوري ۲۲مه) د هېواد په کندهار، ننګرهار او خوست ولايتونو کې د کورني کرکټ په اډانه کې دريمه درجه (Grade lll) ولايتي سيالۍ پيل کړي
راتلونکې اونۍ دريمه درجه ولايتي سيالۍ پيليږي

افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ (د جنوري ۲۲مه) د هېواد په کندهار، ننګرهار او خوست ولايتونو کې د کورني کرکټ په اډانه کې دريمه درجه (Grade lll) ولايتي سيالۍ پيل کړي.


د ادارې د کورني کرکټ څانګې مدير احسان الله عبید په دې تړاو وايي، په دغه ټورنمنټ کې به د  شل ولایتونو هغه لوبډلې چې په ۲۰۲۰ز کال کې يې د انټر کلب لوبې کړې وې، په پنځو ګروپونو کې د يو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړي چې په پایله کې به یې له هرې ډلې يا ګروپ، دوه لوبډلې د (دویمه درجه ولايتي) سياليو ته لاره بيامومي.


د یادونې وړ ده چې د يادو سياليو غوره لوبډلي به په دويم  پړاو کې د کندهار، میدان وردګ، هلمند، پکتیا، بلخ او کندز لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.


باید وویل شي چې دغه سيالۍ د روانې جنوري میاشتې په ۲۲مه پیل او د راتلونکې فبروري مياشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي.