پنځو کمپنیو د شپږیزې کرکټ لیګ د ملکیت امتیاز ترلاسه کړل

د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره پنځو کمپنیو د پنځو لوبډلو ملکیت امتیاز ترلاسه کړل چې له دې ډلې یې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت (NAME)د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت (HCL)د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ.
پنځو کمپنیو د شپږیزې کرکټ لیګ د ملکیت امتیاز ترلاسه کړل

د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره پنځو کمپنیو د پنځو لوبډلو ملکیت امتیاز ترلاسه کړل چې له دې ډلې یې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس  (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت  (NAME)د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت  (HCL)د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ.

په یاده ناسته کې چې په افغانستان کرکټ بورډ کې ترسره شوه پکې د دغې ادارې د سرپرست اجراییه مشر نظیم جار عبدالرحیمزي او د شپږیزې کرکټ لیګ د پنځو لوبډلو د ملکيت د امتياز لرونکو ترمنځ چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې په استازیتوب شمس الحق شمس، د ایوبي سپورټس کمپلکس په استازیتوب عبدالطیف ایوبي، حاجي زلمي ځدراڼ د حضرت سوداګریز شرکت، وحید افغان د ډېلي فرېش کمپنۍ او نوید احمدزي د اسعارو تبادلې په استازیتوب ګډون کړی وو؛ قرارداد لاسلیک شو.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، شپږیزه کرکټ لیګ د کورني کرکټ په ډګر کې تر ټولو ستر لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کرکټ بورډ ډېر پیاوړي او پټ استعدادونه موندلي دي او هیله لري چې په راتلونکي کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي ترلاسه کړي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه: ((د ټولو کمپنیو له مالکینو د زړه له تله مننه کوم چې راغلل او د لوبډلو د ملکیت امتیاز په ترلاسه کولو کې یې پانګونه وکړه. ډاډمن یم چې دوی به زموږ له هر ډول همکارۍ او مرستې برخمن وي او دوی ټولو ته به ممکنه اسانتیاوې برابرو.))

نوموړي دغه راز وویل: ((دا چې سږ کال د کورونا له امله بازار ډېر زیانمن شوی او د کمپنیو د مالکینو بیا-بیا غوښتنه وه نو افغانستان کرکټ بورډ ښه وبلله چې د لوبډلو مالکینو ته یوازې سږ کال د لوبډلو فیسونه وبخښي، ترڅو دغه کار د دوی لپاره زموږ له لوري یو ډول ډالۍ واوسي او لا ډېر وهڅول شي.))  

د یادو لوبډلو د ملکیت امتياز لرونکو په استازولۍ ښاغلي شمس الرحمن شمس او حاجي زلمي ځدراڼ خبرې وکړې چې په وینا یې، کرکټ په افغانستان کې هغه لوبه ده چې د هېوادوالو پر مخونو یې مسکا راوستې ده او دوی به همدارنګه د کرکټ په برخه کې تل خپلې مرستې روانې وساتي او په نورو لا ډېرو شته فرصتونو کې به هم پانګونه وکړي.

دوی همدارنګه پر نورو ملي سوداګرو او پانګوالو هم غږ وکړ چې د کرکټ په پرمختګ او ودې لپاره خپلې مرستې ونه سپموي او د افغانستان کرکټ بورډ د بېلابېلو شته فرصتونو څخه دې اعظمي او غوره ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږو لوبډلو له منځه د پنځو لوبډلو د ملکیت امتیاز قرارداد لاسلیک شو چې له ډلې یې یوازې د بوسټ زون لوبډلې امتیاز تر اوسه کومې کمپنۍ یا شرکت نه دی ترلاسه کړی.

د یادولو ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره او ټول هېوادوال به یې په ژوندۍ بڼه د ملي سپورټ ټلویزیون له لارې ننداره کړی شي.