د زمبابوې پر وړاندې د ملي لوبغاړو نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې د یو شمېر لوبغاړو د ویزو ستونزو سربېره د زمبابوې پر وړانډې د ابوظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګه وایی چې، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن، حمید حسن، وقار سلام خیل او عظمت الله عمرزی هم د ملي لوبډلې سره په دې سفر کې شامل ول، خو د ویزو ستونزو له امله په کابل کې پاتې دي او که چېرته له لوبو وړاندې د دوی ویزې ترلاسه شوې د لوبډلې سره د یو ځای کېدو په اړه به یی کرکټ بورډ خپله راتلونکې پرېکړه اعلان کړي.

اصغرافغان، راشد خان، محمد نبي، رحمن الله ګربز(وېکټ ساتونکی)، افسرځاځی، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدارڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، امیرحمزه هوتک، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او فرید ملک هغه پنځلس لوبغاړي دي چې د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو شل اوریزو لوبو په نوملړ کې شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د متحده عربي اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۰ مه نېټه د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ په لړ کې د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان په کوربتوب درې نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي.