افغان لوبډله د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 01 Aug 2025

افغان اتلان د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي چې د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي او د سپتمبر تر اوومې نېټې پورې به دوام ومومي چې پکې د درې واړو هېوادونو ترمنځ اووه لوبې شاملې دي.
باید وویل شي چې دغه سیالۍ د اسیا جام لپاره هم په غوره چمتووالي کې مثبت رول ادا کوي چې د دریو کرکټ بورډونو په سلا مشوره د همدې نېټې لپاره په پام کې نیول شوې دي چې پکې به افغانستان د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې له پایلوبې پرته دوه-دوه لوبې ترسره کړي چې له پایلوبې یوه ورځ وروسته به یې افغان لوبډله د اسیا جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف د یادې درې اړخیزه لوبلړۍ په اړه وايي: ((ډېر خوشحاله یم چې د اسیا جام سیالیو له پیل وړاندې پر شارجه کرکټ لوبغالي د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوو چې په دې برخه کې له کوربه هېواد ځانګړې مننه کوو. له شک پرته به دغه سیالۍ د اسیا جام سیالیو لپاره یو غوره چمتووالی وي او د افغان لوبغاړو لپاره د تیاري یو غوره فرصت دی.))
سربېره پر دې نوموړي زیاته کړه، موږ د اګست له ۱۵مې نېټې د افغان لوبغاړو لپاره په متحده عربي اماراتو کې د چمتووالي کمپ هم لرو، ترڅو افغان لوبغاړي پکې د اسیا جام سیالیو لپاره بشپړ چمتو واوسي او ورپسې به یاده درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره شي.
همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم وویل: ((دغه لوبلړۍ په ډېر مهم وخت کې ترسره کېږي چې پکې افغان لوبډله له دوو پیاوړو سیالو لوبډلو سره مخ کېږي. موږ په دې اړوند د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ ځانګړې مننه کوو چې په دې برخه کې یې کوټلي او مهم ګامونه پورته کړل او دغه لوبلړۍ به د نورو لوبډلو ترڅنګ د افغان لوبډلې په چمتووالي کې ځانګړی رول ولوبوي.))
باید وویل شي چې افغانستان کرکټ بورډ تل هڅه کړې چې د سیمې او اسیایي هېوادونو د کرکټ په پراختیا او پرمختیا کې ځانګړی رول ادا کړي.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه د افغانستان او پاکستان په لوبه پیل شي او د سپتمبر میاشتې تر اوومې نېټې پورې به په شارجه کرکټ لوبغالي کې په ترتیب سره ترسره شي.