په ننګرهار کې د چټکو توپ اچوونکو لپاره ټاکنیز روزنیز کمپ ترسره شو
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 20 Feb 2021
د افغانستان کرکټ بورډ په ننګرهار ولایت کې د بیلابیلو زونونو په کچه د چټکو توپ اچونکو د پروسې بشپړولو وروسته، د ۱۲ غوره توپ اچونکو لپاره ۳۰ ورځينی روزنیز ټاکنیز کمپ ترسره کړ، یاد کمپ د جنوري په ۱۸مه نېټه پیل او د روان کال د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه پایته ورسېد، چې پدې کمپ کې ۱۲ هغو لوبغاړو ګډون کړی و چې د توپ اچونې سرعت یې په ګرۍ کې ۱۳۵ څخه تر ۱۴۰ کیلومتره و.
یاد ۱۲ لوبغاړي د بغلان، کنړ، خوست، هلمند، پکتیا، ننګرهار، هرات، زابل او د میدان وردک ولایتونو څخه ټاکل شوې دي. همدارنګه په یاد شوي کمپ کې د توپ اچونې په مهال د توپ پر چټکوالي، د لوبغاړو تېروتنو او فټنس بانډې کار وشو.
د کمپ په پای کې له ګډون کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې په ازموینه کې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال ۱۶ چټکو توپ اچونکو هم ګډون کړی و، چې د ازموینې په پایله کې یو ځل بیا له ۲۸ لوبغاړو څخه یوازې ۱۲ غوره توپ اچونکي راتلونکې پړاو ته وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، راتلونکي پړاو کې به غوره شوي ۱۲ لوبغاړي د لا ډیرې روزنې په موخه هندوستان هیواد ته استول کیږي.