ښاغلی فرحان یوسفزی د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

د افغانستان ولسمشر او د کرکټ بورډ اعلی سرپرست جلالتمآب محمد اشرف غني له لوري نن ښاغلی فرحان یوسفزی د ښاغلي عزیزالله فضلي پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر او د کرکټ د بورډ د غړي په توګه په دنده وګومارل شو.
ښاغلی فرحان یوسفزی د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

د افغانستان ولسمشر او د کرکټ بورډ اعلی سرپرست جلالتمآب محمد اشرف غني له لوري نن ښاغلی فرحان یوسفزی د ښاغلي عزیزالله فضلي پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر او د کرکټ د بورډ د غړي په توګه په دنده وګومارل شو.

نن د افغانستان کرکټ بورډ کې په همدې تړاو د کرکټ د بورډ غړو لخوا په رابلل شوې خبري ناسته کې د ښاغلي فرحان د ګومارنې فرمان د چارو ادارې مرستیال او د کرکټ بورډ غړي ښاغلي فریدون الهام له لوري ولوستل شو.

په دغه فرمان کې راغلي: ((د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې پر بنسټ، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د عمومي مشر په توګه د عزیزالله فضلي پر ځای د فرحان یوسفزي ګومارنه منظوروم او د الله تعالی له درباره ورته د بریالیتوب غوښتنه کوم.))

په یاده خبري ناسته کې نن د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست وزیر او د کرکټ د بورډ غړي ښاغلي جواد پیکار د پیل خبرې وکړې چې په وینا یې، د کرکټ د بورډ غړو په دې وروستیو کې ډېر اصلاحات رامنځته کړي چې دغه اصلاحات د هېواد د ملي ګټو او غوره راتلونکي په موخه دي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نوي عمومي مشر ښاغلي فرحان یوسفزي هم خبرې وکړې چې د خپلو خبرو په پیل کې یې لومړی د هېواد له ولسمشر مننه وکړه چې نوموړی یې د یاد مقام لپاره وړ او مناسب شخص وباله چې سربېره پر دې یې د بورډ له ټولو غړو او د دغې ادارې له پخواني مشر ښاغلي عزیزالله فضلي هم مننه وکړه.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: (( ژمنه کوم چې د هېواد د کرکټ لپاره به لا ډېر کارونه کوو، اتلانو د هېواد بیرغ په هر ځای کې رپولی او دغه بریاوې به لا دوام مومي. له مالي پلوه د ادارې پر خپل ځان بسیاینه ډېره اړینه ده او دا زما ارمان دی، اداره به غوره او شفافه پروسې ولري او په ګډه به سره کار کوو، د شل اوریز نړیوال جام لوبې راروانې دي؛ هیله لرو چې ډېرې بریاوې پکې خپلې کړو.))

ورپسې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ نوی عمومي مشر ښاغلی یوسفزی د بورډ غړو او د کرکټ بورډ ادارې د پخواني مشر له لوري پر کاري څوکۍ کېنول شو او د ټولو له لوري ورته په نویو چارو کې د بریا هیله وشوه.