فرهاد مومند او اکرم علي خېل سپین غر تر لومړۍ بریا ورسولو

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په شپږمه  لوبه کې سپین غر لوبډلې کوربه بوست لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
فرهاد مومند او اکرم علي خېل سپین غر تر لومړۍ بریا ورسولو

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په شپږمه  لوبه کې سپین غر لوبډلې کوربه بوست لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د شپږمې لوبې پچه بوست لوبډلې وګتله او سپین غر ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، سپین غر لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۳ منډې جوړې کړې او بوست ته یې د ۲۶۴ منډو هدف وټاکه.

سپین غر ته په توپ وهنه کې اکرام علي خېل تر ټول ښه توپ وهنه ترسره کړه چې د په ۴۹ توپونو یې د ۲ څلوریزو پر مټ ۵۱ ناسوخیدلي منډې جوړې کړې، همدا راز تمیم سرخودي او بهیر شاه ۴۴-۴۴ قیس احمد ۳۶ ناسوځیدلي او سمیع الله شینواري ۳۴ زیاتې منډې جوړې کړې. بوست ته په توپ اچونه کې لوبډلمشر ناصر جمال ۲، وقارالله، دستګیر او نوید محمد د سپین غر یو- یو لوبغاړی وسوځولو.


ورپسې بوست لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپ وهنه پیل کړه. بوست لوبډلې د لوبې په ۳۹،۳ اور کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۵۲مندې جوړې کړې او خپله دریمه لوبه یې سپین غر لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو په توپیر وبایلله. د بوست لوبډلې ورستی لوبغاړی دستګیر خان و چې د توپ اچونې پر وخت ژوبل شوی ؤ چې بوست لوبډلې ته یې د ورستي لوبغاړي په توګه توپ وهنه ترسره نه شوه کړای.

بوست ته تر ټولو ښه توپ وهنه لوبډلمشر ناصر جمال ترسره کړه چې په ۴۸ توپونو یې د ۵ څلوریزو پرمټ ۴۵ منډې جوړې کړې او د سمیع الله شینواري له لورې وسوځید، همدا راز یامین احمدزي ۴۱ او قار الله سحاق ۱۹ ډیرې منډې جوړې کړې. سپین غر ته په توپ اچونه کې ځوان تیز توپ اچونکي فرهاد مومند ۳، سمیع الله شینواري ۲، فرید مالک، باطین شاه، قیس احمد او طارق ستانکزي د بوست لوبډلې یوـ یو لوبغاړی وسوځولو.

د سپین غر لوبډلې تیز توپ اچونکی فرهاد مومند چې په مهم وخت کې یې د بوست لوبډلې ۳ لوبغاړي سوځولي ول د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالو اوومه  لوبه سبا په کندهار کرکټ لوبغلي کې د مس عینک او بند امیر لوبډلو تر منځ ترسره شي.