د نجيب ځدراڼ چټکې توپوهنې سپين غر زمريان بريا ته ورسول

د سپين غر زمريانو عبدالواسع په زړه پورې توپ اچونه او نجيب الله ځدراڼ بيا په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د سپين غر زمريانو لوبډلې ته يې دويمه بريا هم ور په برخه کړه او د روانې شپږيزې ليګ تر ټولو ډېرې ۹۷ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.
د نجيب ځدراڼ چټکې توپوهنې سپين غر زمريان بريا ته ورسول

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۳مه لوبه کې د عارف عظيم بوست ساتونکو او سپين غر زمريانو لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه بوست ساتونکو وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

بوست ساتونکو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې برينډن ټېلر ۳۴ او قېس احمد ۳۳ منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري بيا عبدالواسع په شپږيزه ليګ کې لومړۍ لوبه وکړه چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره او د ۱۳ منډو په بدل کې يې ۴ لوبغاړي وسوځول. همدا راز کریم صادق، سيد شېرزاد او وفادار مومند هم ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۳۲ منډو د هدف په تعقيب کې د سپين غر زمريانو توپوهنه په پيل کې ډېره کمزورې وه، خو کله چې نجيب الله ځدراڼ توپوهنې ته راووت، نو ډېره تېزه توپوهنه يې پيل کړه، چې د ۸ شپږيزو او ۹ څلوريزو پر مټ يې په ۳۵ توپونو ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او سپين غر زمريانو لوبډله يې بريا ته ورسوله.

سپین غر زمريانو د ۱۳۲ منډو هدف په ۱۱.۳ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په شپږيزه ليګ کې يې دويمه بريا هم په خپل نوم کړه.

د بوست ساتونکو له لوري ضيا الرحمن اکبر ۲، نصرت الله او دولت ځدراڼ ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب الله ځدراڼ ته ورکړل شوه، چې نن يې په يوازې ځان د سپين غر زمريانو لوبډله بريا ته ورسوله.

نننۍ لوبه د سپين غر زمريانو پنځمه يا وروستۍ لوبه وه چې خپله دويمه بريا يې پکې خپله او په جدول کې دريم مقام ته راغله، همدا راز د بوست ساتونکو بيا څلورمه لوبه وه چې ۳ لوبو کې يې ماته خوړلې ده.

د يادولو ده چې سبا سهار ۹ بجې به د ډېلي فرېش امو نهنګانو او وزيرزي مس عينک اتلانو ترمنځ لوبه ترسره کېږي. همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به بيا د پاراګان بند امير ښامارانو او عارف عظيم بوست ساتونکو لوبډلې مېدان ته کوزې شي.