افغانستان د محمد نبي د هر اړخیزې لوبې پر مټ بریا خپله کړه

د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغانستان د کریم جنت او عثمان غني د غوره توپ وهنې تر څنګ د محمد نبي د هر اړخیزې لوبې پر مټ زمبابوې ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه د صفر په وړاندې په خپل نوم کړه.

د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه چې د اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه د لوبې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، د افغانستان په ګټه د کریم جنت ۵۳، عثمان غني ۴۹ او د محمد نبي چټکې ۴۰ منډې د یادولو وړ دي؛ د یادو منډو ترسره کولو وروسته افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو ویکټو په غورځېدو ۱۹۳ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه؛ د زمبابوې لپاره په توپ اچونه کې مزرباني دوه، نګراوا، ټریپانو او راین برل هر یو یوه، یوه ویکټ تر لاسه کړه.

د زمبابوې لوبډلې د لوبې په دویمه نیمایي کې د هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه او د ټولو ویکټو په غورځېدو سره یې د لوبې په ۱۷.۱ اورونو کې ۱۴۸ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۴۵ منډو په توپیر افغانستان ته و بایلله، د زمبابوې لپاره په توپ وهنه کې د راین برل ۴۰، ټریپانو ۲۴ او مسکنډا ۲۲ منډې د یادولو وړ دي، د افغانستان لپاره بیا په توپ اچونه کې راشد خان درې، نوین الحق او محمد نبي هر یو دوه، دوه، حمزه هوتک، فرید ملک او کریم جنت هر یو یوه، یوه ویکټ تر لاسه کړه.

محمد نبي د غوره او هر اړخیزې لوبې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی و پېژندل شو.

د یادونې وړ ده چې د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ دریمه او اخري لوبه به سبا ورځ د مارچ میاشتې په شلمه نېټه په همدغه لوبغالي کې ترسره شي.