افغان اتلانو اسیا جام کې بنګله دېش ته هم ستره ماتې ورکړه

د روانو اسیا جام سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د مجیب الرحمان (۱۶/۳) او راشدخان (۲۲/۳) د بهترینې توپ اچونې او د ابراهیم ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ د ۶۹ منډو غوره ملګرتیا پر مټ سیالې بنګله دیش لوبدلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو دویم پړاو ته یې لاره ومونده.

د بنګله دیش لوبډلمشر شکیب الحسن د لوبې تر پچې ګټلو وروسته لومړی خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د افغان پیاوړو ورو توپ اچوونکو مجیب الرحمان او راشدخان غوره توپ اچونې یوازې ۱۲۷ منډو کې راټول کړه او د ۱۲۸ منډو هدف یې وټاکه. د بنګله دیش د سر پنځه توپوهونکي یوازې ۵۳ منډو کې د لوبې له ډګره رخصت شوه او د یادې لوبډلې په ګټه مصدق حسین په ۳۱ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې او محمدالله په ۲۷ توپونو ۲۵ منډې ترلاسه کړې.

د افغان اتلې لوبډلې په ګټه مجیب الرحمان او راشد خان له هنره ډکه توپ اچونه ترسره کړه، د دوی له منځه مجیب الرحمان د ۱۶ منډو بدل کې او راشدخان د ۲۲ منډو بدل کې ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې. د بنګله دیش لوبډلې ۱۲۸ منډو هدف پسې که څه هم افغان لوبډلې ښه پیل ونکړ خو د منځنۍ کرښې پیاوړي توپوهونکي نجیب الله ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د غوره توپوهنې پر مټ افغان لوبډلې دغه هدف د لوبې په ۱۹م اور کې یوازې د دریو ویکټو په تاوان ترلاسه کړی.

نجیب الله ځدراڼ چې سیالۍ یې د ښکلې شپږیزې په وهلو ختمه کړه، په ۱۷ توپونو چټکې ۴۳ ناسوځېدلې او ابراهیم ځدراڼ د ۴۱ توپونو په لوبولو ۴۲ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې د بنګله دیش لوبډلې درې پیاوړي توپوهونکي یې سوځولي وه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او د سیالۍ د غوره کېچ ترلاسه کولو جایزه بیا ابراهیم ځدراڼ ته ورکړل شوه.

افغان اتله کرکټ ملي لوبډله له وړاندې د یادو سیالیو څلور غوره پړاو ته ورسېده.