افغان کرکټ ډایرېکټر د کرکټ اسیايي شورا غړو ته پرېزېنټېشن وړاندې کړ

د افغانستان کرکټ بورډ، کرکټ ډایرېکټر ښاغلي رییس احمدزي د اسیايي شورا د پنځو بشپړ غړیتوب لرونکو او ۱۶ دویمه درجه غړیتوب لرونکو هېوادونو د استازو په ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ چې د افغان کرکټ په استازیتوب یې پکې خبرې وکړې.

ښاغلي احمدزي په دغه ناسته کې د کرکټ اسیايي شورا غړو په ځانګړي ډول دویمه درجه غړیتوب لرونکو هېوادونو ته د افغان کرکټ د تاریخچې، په ډېرو کمو امکاناتو د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو او راتلونکي کې د افغان کرکټ د لا ډېرې پیاوړتیا او پلانونو په تړاو پرېزېنټېشن او معلومات وړاندې کړل.

نوموړي په دغه ناسته کې همدارنګه د افغان ورو توپ اچوونکو د موندنې او د دوی رابرسېره کولو په تړاو هم معلومات ورکړل چې په وینا یې، افغان ورو توپ اچوونکو په ډېره کمه موده کې د کرکټ نړۍ حیرانه کړه او د افغانستان لپاره یې ډېر زیات ویاړونه وګټل.

ښاغلي احمدزي سربېره پر دې په افغانستان کې د ښځینه کرکټ، په یاد ډګر کې د شته ستونزو، د راتلونکي پلان او حل لارو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.

احمدزي د یادې ناستې په یوه برخه کې وویل: (( له شک پرته هلې ځلې او هدف درلودل ډېری وخت پر رښتیني خوب او لاسته راوړنو تمامیږي چې افغان کرکټ یې یوه ډېره ښه بېلګه ده. افغانانو د خپل کرکټ د پرمختګ او هسکولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او ستونزې یې ګاللې دي چې نن یې دا دی ثمره ویني.))

د یادولو ده چې د دغې ناستې په پای کې د کرکټ اسیايي شورا او ټولو ګډونوالو له افغان کرکټ بورډ ستاینه وکړه چې دوی ته یې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ، لاسته راوړنو، مینې، ولولو، جذبې او د کرکټ راتلونکي په تړاو معلومات وړاندې کړل.