د ډېوه ګروپ بست ساتونکو د ۱۰ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 13 Sep 2020
د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۵مه لوبه کې چې نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه پکې د ډېوه ګروپ بست ساتونکي د نوید احمدزي له امو نهنګان لوبډلې سره مخ شول، په پایله کې یې د ډېوه ګروپ بست ساتونکو سیال لوری د ۱۰ ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.
د یادې لوبې په پیلېدو سره د ډېوه ګروپ بست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې دروېش رسولي ۵۱ ناسوځېدلې، قاسم اوریاخېل ۲۹ او حاجي مراد مرادي ۲۶ منډې وکړې چې د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د پنځو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۲۲ منډې واخیستې.
د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لپاره امیر حمزه او ګلبدین نایب دوه-دوه او سید شېرزاد یوه ویکټ واخیسته. ورپسې یادې لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د عمران جنت او کریم جنت په ملګرتیا یې د سیال لوري هدف پوره کړ چې په روان پړاو سیالیو کې دا لومړی ځل دی چې په پیلونکې توپوهنې سره د سیال لوري هدف پوره کوي.
د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لپاره کریم جنت ۶۴ ناسوځېدلې او عمران جنت ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې په ۱۱،۳ اورونو کې تر بریا ورسوله.
پر همدې بنسټ د غوره توپوهنې له امله کریم جنت د لوبې د غوره لوبغاړي، دروېش رسولي د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي او عمران جنت د سټایلېش لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
د یادولو ده چې ایوبي کابل بازان به سبا سهار ۹:۰۰ بجې د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو د لومړني کوالیفایر په برخه کې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان او دویمه لوبه کې چې د ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیلیږي؛ د ایلیمېنېټر برخه پړاو کې د ډېلي فرېش بند امیر ښاماران له ډېوه ګروپ بست ساتونکو سره مخ شي.