د ګربز غوره توپوهنې افغان لوبډله تر بريا ورسوله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام په لومړۍ پنځوس اورېزه لوبه کې اېرلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه چې په ياده بريا کې د‌ رحمن الله ګربز ۱۲۷ منډو ستر رول ولوباوه.
د ګربز غوره توپوهنې افغان لوبډله تر بريا ورسوله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام په لومړۍ پنځوس اورېزه لوبه کې اېرلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپير ماتې ورکړه چې په ياده بريا کې د‌ رحمن الله ګربز ۱۲۷ منډو ستر رول ولوباوه.

د لوبې په پيلېدو سره افغان لوبډلې د يادې سيالۍ پچه وګټله چې لومړی يې د ايرلنډ پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ترڅ کې يې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د نهو ویکټو په غورځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې او ایرلنډ ته يې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه چې له ډلې يې د افغانستان په استازيتوب رحمن الله ګربز ۱۲۷ منډې، راشد خان ۵۵ چټکې منډې، جاوید احمدي ۳۸ منډې اړ نجیب الله ځدراڼ ۲۹ منډې ترلاسه کړې.

په داسې حال کې چې ایرلنډ لوبډلې ته په توپ اچونه کې مک براین پنځه ویکټي، سیمي سېنګ، ګیریت دیلاني او بیري مکارټي یوه - یوه ويکټه ترلاسه کړه.

ورپسې ایرلنډ لوبډلې، د افغانستان د  ۲۸۸ منډو هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پيل کړه، خو د افغان لوبډلې هدف يې پوره نه کړای شو او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د نهو ويکټو په غورځېدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپير یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د ایرلنډ په استازيتوب په توپوهنه کې لورکن ټکر ۸۳ ډېرې، سټرلنګ ۳۹ او کامپهر هم ۳۹ منډي ترلاسه کړې. بايد وويل شي چې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نوین الحق ۳ ویکټي، راشد او مجیب هر يوه دوه ویکټي، نبی او ګلبدین نائب بيا یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه او په پايله کې يې د افغانستان په ګټه بريا خپله کړه.

رحمن الله ګربز نن ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په خپله لومړڼۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې د ايرلنډ پر وړاندې ۱۲۷ منډې وکړې او له همدې امله یې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کاردان پوهنتون اتلولۍ جام لوبلړۍ دويمه لوبه به د جنوري پر ۲۴مه نېټه ترسره شي.