حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو په ستر توپیر له امو نهنګان بریا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 12 Sep 2020

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۳مه لوبه کې نن ماسپښین د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان د نوید احمدزي امو نهنګان پر وړاندې ډګر ته ښکته شول چې په پایله کې یې اتلانو سیال لوری د ۱۳۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.
د لوبې په پيلېدو سره د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پر وړاندې توپ اچونه غوره کړه چې مس عینک اتلانو د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د پنځو ویکټو په سوځېدو له سیال لوري ۱۹۳ منډې ترلاسه کړې.
د مس عینک اتلانو لپاره حشمت الله شهیدي او بهارعلي شینواري ډېره جالبه او په زړه پورې توپوهنه وکړه چې په ترتیب سره یې ۸۲ ناسوځېدلې منډې او ۵۷ منډې ترلاسه کړې چې د دوی غوره توپوهنې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو د منډو خط پورته وساته او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.
دا په داسې حال کې ده چې د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې لپاره فرید احمد دوه، یوسف ځاځي، جمعه ګل او عبدالواسع یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو سیاله لوبډله یې له ډېرو منډو راونه ګرځول شوه.
ورپسې نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې ډېر ژر یې یو په بل پسې ویکټې له لاسه ورکړې او په ۱۲ اورونو کې یې د ۶۲ منډو له ترلاسه کولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیال لوري ته یې د ۱۳۱ منډو په توپیر لوبه پرېښوده.
د یادونې وړ ده چې د مس عینک اتلانو توپ اچوونکي ډېر ښه وځلېدل او له منځه یې دولت ځدراڼ د ۹ منډو په ورکولو سره پنځه ویکټې واخیستې او سربېره پر دې نوراحمد دوه، شاهدالله، عبدالرحمن او عبدالباقي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
پر همدې بنسټ د نن لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حشمت الله شهیدي، د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه بهارعلي شینواري او د سټایلېش لوبغاړي جایزه بیا دولت ځدراڼ ته ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې سبا به د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۴مه لوبه کې د سهار ۹:۰۰ بجې د ایوبي کابل بازان د اکټو سپین غر له زمریانو او د ماسپښین ۱:۳۰ بجه د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډله د ډېوه ګروپ بست ساتونکو پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.