د پکتیکا کرکټ لوبغالي دوهم پړاو رغنیزې چارې پیل شوی

د پکتیکا ولایت د کرکت لوبغالي رغنیزې چارې چې له دې وړاندې یې د لومړي پړاو کارونه په ښه کیفیت سره ترسره شوي و، د دویم پړاو رغنیز کار یې له څو ورځو راهیسې پیل شوی.

دغه ملي پروژه د ښار جوړونې وزارت له لوري د مرکز ښرنې ښار په اړوند سیمه کې د سپا سرکسازۍ او ساختماني شرکت له لوري پر۶۰ جریبه ځمکه کې د اتلسو میاشتو په موده کې رغیږي. دغه لوبغالی به د اته زره نندارچیانو د ناستې ظرفیت ولري او د مس عینک زون په کچه به یو له غوره او معیاري لوبغالو څخه وي. د یاد لوبغالي په لومړي پړاو کې احاطوي دیوال، د میدان هوارۍ او دوه منزله پویلین جوړیدو چارې شاملې وې چې پخوا تکمیل شوې.

په دویم فېز کې چې رغنیزې چارې یې پیل شوې اته زره نندارچیانو ته د ناستې ځایونه (سټېنډونه) جوړیږي. د یادونې وړ ده چې د یاد لوبغالي په جوړېدو سره په دغه زون کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره لا زمینه برابره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د انجنیري ټیم به وخت نا وخت د یادې پروژې له کیفیت او کار څرنګوالي لیدنه کوي.