د میدان وردګو کرکټ لوبغالي د رغونې چارې پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د میدان وردګ ولایت د کرکټ لوبغالي د ځمکې د لېږد چارو له بشپړولو وروسته نن په رسمي ډول د دغه لوبغالي د رغولو چارې پیل کړې چې د یو نیم کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستو ته وړاندې شي
د میدان وردګو کرکټ لوبغالي د رغونې چارې پیل شوې

دغه لوبغالی د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې پر ۲۲ جریبه ځمکه رغیږي چې د نورو اړوند اسانتیاو ترڅنګ به د شا وخوا څلور زره نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه ولري. د میدان وردګو کرکټ لوبغالي رغنیزې چارې، د تدارکاتي پروسې له بشپړولو وروسته د ایکسلنټ پاراګان په نوم د رغونې شرکت ته سپارل شوی دی چې ټول کارونه به یې په ډېر لوړ کیفیت او ښه توګه په خپل ټاکلي وخت ترسره کړي.

د دغه لوبغالي په لومړي پړاو کې د ۴۰۰۰ نندارچیانو لپاره د ناستې ځایونه، د لوبغالي د هوارولو او چمن کرلو چارې، پویلین او نورې اړوند اسانتیاوې شاملې دي. افغانستان کرکټ بورډ د نورو ډګرونو ترڅنګ په رغنیزه چاره کې هم بنسټیز کارونه پر لاره اچولي چې په ګټې اخیستو سره به یې هېوادوال په ځانګړي ډول د کرکټ لوبغاړي له ګټو برخمن شي او له لارې به یې ډېر پټ استعدادونه راپیدا شي.