ډېلې فرېش بند امیر ښامارانو د شپږیزې اووم پړاو سیالیو دویمه بریا هم خپله کړه

د ډېلې فرېش بند امیر ښامارانو نن د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په شپږمه لوبه کې د نوید احمدزي امو نهنګانو ته په ماتې ورکولو سره د روانو سیالیو په پرله پسې ډول دویمه بریا هم خپله کړه چې په نننۍ لوبه کې یې سیال لوری د اوو ویکټو په توپیر مات کړ.

د لوبې په پیلېدو سره د ډېلې فرېش بند امیر ښامارانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې نوید احمدزي امو نهنګان پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې نهنګانو د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د پنځو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۴۲ منډې ترلاسه کړې.

د نوید احمدزي امو نهنګان له ډلې دروېش رسولي ۵۲ ناسوځېدلې، لوبډلسمشر جاوید احمدي ۳۴ او فرهان ذاخېل ۲۲ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو د توپ اچوونکو په استازیتوب شرف الدین اشرف ۲، وفادار مومند او وقار سلام خېل یوه-یوه ویکټ واخیسته.

ورپسې د ډېلې فرېش بند امیر ښامارانو د توپ اچونې پاڼۍ پیل کړه چې د توپوهونکو له منځه یې عثمان غني ۵۷ ډېرې، حضرت الله ځاځي ۳۸، ناصر جمال ۲۰ ناسوځېدلې او اکرام علي خېل ۱۸ ناسوځېدلې منډې ترلاسه او خپله لوبډله یې د بریا تر کچې ورسوله.

د نوید احمدزي امو نهنګانو له منځه عبدالواسع درې ویکټې واخیستې، خو نور توپ اچوونکي یې ښه ونه ځلېدل چې له امله یې لوبه د بند امیر ښامارانو په ګټه پای ته ورسېده.

پر همدې بنسټ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه عثمان غني، د سټایلېش لوبغاړي جایزه عبدالواسع او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه دروېش رسولي ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې نن به د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اوومه لوبه ماسپښین ۱:۳۰ بجه د اکټو سپین غر زمریانو او حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ترمنځ پیل شي.