افغان لوبوډلې د کاردان پوهنتون اتلولۍ جام په خپل نوم کړ

ملي اتلانو نن د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم د ایرلنډ لوبډلې ته د رحمت شاه د ۱۰۳ ناسوځېدلو او حشمت الله شهیدي د ۸۲ منډو په پایله کې پرله پسې ماتې ورکړه او په دې سره یې وکولی شول، ترڅو د یاد جام اتلولي خپله کړي.
افغان لوبوډلې د کاردان پوهنتون اتلولۍ جام په خپل نوم کړ

د یادې لوبې په پیل کې د لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې یادې لوبډلې د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د نهو ویکټو د غورځېدو په پایله کې افغانستان ته د ۲۶۰ منډو هدف وټاکه.

د یادې لوبډلې په استازیتوب د توپوهنې په پاڼۍ کې پاول سټېرلنګ ۱۲۸، کورټس کمفر ۴۷ او هېري ټکر ۲۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د افغانستان له لوري نوین الحق څلور ویکټې، مجیب الرحمن درې ویکټې، ګلبدین نایب او راشدخان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې افغان اتلانو د سیال لوري د هدف د پوره کولو په موخه پاڼۍ پیل کړه چې له منځه یې رحمت شاه او حشمت الله شهیدي ډېر ښه وځلېدل او په ترتیب سره یې ۱۰۳ ناسوځېدلې او ۸۲ منډې وکړې او دغه راز نوموړو د ۱۸۴ منډو ملګرتیا هم وکړه چې له امله یې افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر په ۴۵،۲ اورونو کې بریا خپله کړه.

سربېره پر دې باید وویل شي چې افغان پیلوونکو توپوهونکو رحمن الله ګربز او جاوید احمدي هم نسبتاً غوره پیل وکړ چې بیا یې هر یوه په ترتیب سره د ۳۱ او ۱۶ منډو له ترلاسه کولو وروسته ویکټې له لاسه ورکړې.

د ایرلنډ په استازیتوب سیمي سېنګ، بیري مک کارتي او کورتس کمپهر یوه-یوه ویکټ واخیسته، خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

د یادونې وړ ده چې د نننۍ غوره توپوهنې په پایله کې رحمت شاه چې ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې یې ترلاسه کړې وې؛ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د کاردان پوهنتون د اتلولۍ جام دریمه او وروستۍ لوبه به د روانې جنوري میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.