افغان لوبډلې له ویسټ انډیز د اوو ویکټو په توپیر ماتې ومنله

د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلې نن د عزیزي بانک جام د یو ورځنیو سیالیو د لومړۍ لوبې په لړ کې د هندوستان هېواد د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شوې چې په پایله کې یې افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر له سیالې لوبډلې ماتې ومنله.

د نننۍ لوبې په پیل کې د ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې افغان لوبډله توپوهنې ته راوبلله چې په پایله کې افغان لوبډلې په ۴۵،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپوهونکو له ډلې رحمت شاه ۶۱، اکرام علي خېل ۵۸ او اصغر افغان ۳۵ منډې ترلاسه کړې چې د ویسټ انډیز لوبډلې په استازیتوب جیسن هولډر، شيفرډ او راستن چېز هر یوه دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ورپسې ویسټ انډیز لوبډلې خپله توپوهنه پیل کړه چې په پیل کې یې په پرله پسې توګه دوه ویکټې له لاسه ورکړې چې بیا یې په پای کې هم یوه ویکټه له لاسه ورکړه، خو تر وروستیو شېبو یې دفاعي لوبې ته دوام ورکړ.

د ویسټ انډیز د توپوهونکو له منځه شای هوپ او راسټن چېس د خپلې لوبډلې په ګټه ډېره ښه لوبه وکړه چې هر یوه یې په ترتیب سره ۷۷ ناسوځېدلې او ۹۴ منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.

باید وویل شي چې ویسټ انډیز لوبډلې په ۴۶،۳ اور کې افغان لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله چې د افغان توپ اچوونکو له ډلې مجیب الرحمن دوه او نوین الحق یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې راسټن چیس د غوره توپوهنې له امله د نن ورځې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د عزیزي بانک جام یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه به د روانې نومبر میاشتې په نهمه نېټه د هندوستان د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې ترسره شي.