ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو د اوو ویکټو په توپير بریا خپله کړه

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په لسمه لوبه کې چې نن سهار ۹:۰۰ بجې پکې د ډېلي فرېش بند امیر ښاماران له سیالې اکټو سپین غر زمریانو لوبډلې سره مخ شول، په پایله کې یې ښامارانو د اوو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه چې په دې سره دا د یادې لوبډلې په پرله پسې ډول دریمه بریا ده.

د لوبې په پیلېدو سره د اکټو سپین غر زمریانو لوبډلمشر کریم صادق پچه وګټله او لومړی یې د سیالې ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې د پنځو ویکټو په سوځېدو سره سیال لوري ته د ۱۴۰ منډو هددف وټاکه.

د اکټو سپین غر زمریانو لپاره په توپوهنه کې پروېز ملکزي ۴۱ ډېرې او وحیدالله شفق ۳۲ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي یې ډېر ونه ځلېدل، په داسې حال کې چې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو لپاره حمید حسن، شرف الدین اشرف، میرویس اشرف، طارق ستانکزي او وقارالله سلامخېل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو سیال لوری یې ډېرو منډو ترلاسه کولو ته پرېنښود.

ورپسې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له ډلې یې حضرت الله ځاځي ډېرې ۴۲، عثمان غني ۴۰ او لوبډلمشر اصغر افغان ۳۸ منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله یې په ډېره ښه توګه په ۱۶،۱ اور کې د بریا تر کچې ورسوله.

دا په داسې حال کې ده چې د اکټو سپین غر لپاره په توپ اچونه کې قیس احمد، زاهدخان او افتاب عالم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو ونه توانېدل چې سیال لوری له بریا راوګرځوي.

د نن لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه اصغر افغان او د سټایلېش لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې راتلونکې لوبه چې نن ۲:۰۰ بجې پیلیږي، د ډېوه ګروپ بست ساتونکو او حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ترمنځ پیلیږي.