ایوبي کابل بازانو د اووم پړاو شپږیزې لومړۍ بریا خپله کړه

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په څلورمه لوبه کې ایوبي کابل بازانو حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته د څلورو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
ایوبي کابل بازانو د اووم پړاو شپږیزې لومړۍ بریا خپله کړه

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په څلورمه لوبه کې ایوبي کابل بازانو حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته د څلورو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په پیل کې د لوبې پچه ایوبي کابل بازانو وګټله چې د سیالې لوبډلې حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پر وړاندې یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې په ترڅ کې یې حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لپاره په توپوهنه کې شاهد الله کمال ډېرې ۵۸ ناسوځېدلې، نجیب الله تره کي ۳۲ او شهزاد محمدي ۲۲ منډې جوړې کړې. ایوبي کابل بازانو ته په توپ اچونه کې ضیاالرحمن اکبر درې، ننګیالي خروټي دوه او نجات مسعود یوه وېکټ ترلاسه کړه.

ورپسې ایوبي کابل بازانو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې په ۱۹ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره یاد هدف پوره او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ بریا خپله کړه چې د توپوهونکو له منځه یې نورعلي ځدراڼ ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړ او ۶۱ منډې یې د خپلې لوبډلې په ګټه وکړې او ورپسې صدیق الله اتل ۳۶ او رحمن الله ګربز ۲۱ منډې جوړې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لپاره عبدالله مزاري دوه، دولت ځدراڼ، ابراهیم خان او لوبډلمشر شاه پورځدراڼ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه نورعلي ځدران ته د ۶۱ منډو په بدل کې ورکړل شوه او شاهدالله کمال بیا د سټایلش لوبغاړي جایزه واخیسته.

د یادو لو ده چې ۱:۳۰ بجه به ډېلي فرېش بند امیر ښاماران د ډېوه ګروپ بست ساتونکو پر وړاندې لوبه ترسره کړي.