د کریم صادق غوره توپ اچونې اکټو سپین غر زمریان بریا ته ورسول

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو په دویمه لوبه کې چې نن سهار ۹:۳۰ بجې د اکټو سپین غر زمریانو او نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلو ترمنځ پیل شوه، په پایله کې یې زمریانو د کریم صادق د غوره توپ اچونې له امله نهنګان له ماتې سره مخ شول.

د لوبې په پیلېدو سره سپین غر زمریانو پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې د شپږو ویکټو په غورځېدو سره له سیالې لوبډلې ۱۵۰ منډې ترلاسه او ۱۵۱ منډې هدف ورته وټاکه.

په توپوهنه کې د اکټو سپین غر زمریانو لپاره زبید اکبري زیاتې ۵۱، ناصرعمر۳۸ او وحیدالله شفق ۲۲ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د امو نهنګانو لپاره په توپ اچونه کې عبدالواسع دوه، یمین احمدزي، نصرت الله او حیات الله یوه ـ یوه وېکټ ترلاسه کړه.

ورپسې د نوید احمدزي امو نهنګانو د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له منځه یې عبدالواسع ۳۰ ناسوځېدلې او دروېش رسولي ۲۱ منډې وکړې، خو د کریم صادق غوره توپ اچونې د یادې لوبډلې لوبغاړي ډېرو منډو ته پرېنښودل او د نوموړي غوره توپ اچونه د اکټو سپین غر زمریانو د بریا لامل شوه.

د اکټو سپین غر لپاره په توپ اچونه کې کریم صادق پنځه او زاهدخان، افتاب عالم او زبید اکبري یوه-یوه ویکټ واخیسته او خپله لوبډله یې د بریا تر پولې ورسوله.

پر همدې بنسټ د غوره توپ اچونې له امله کریم خان صادق د لوبې د غوره لوبغاړي او زبید اکبري بیا د ډېرو شپږیزو او سټایلېش لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې ده چې نن به د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو دریمه لوبه د ایوبي کابل بازان او ډېوه ګروپ بست ساتونکو ترمنځ ۲:۰۰ بجې پیل شي.