ډېوه ګروپ بست ساتونکو د ایوبي کابل بازان له ماتې سره مخ کړل

نن د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په دریمه لوبه کې د ډېوه ګروپ بست ساتونکو د ایوبي کابل بازان د ۵۷ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړل چې تر ډېره د بست ساتونکو د لوبډلمشر ګلبدین نایب غوره توپ اچونه د یادې بریا لامل شوه.

د لوبې په پیلېدو سره د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدین نایب د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې د ایوبي کابل بازان لوبډلې ته د دریو ویکټو په تاوان د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

د ډېوه ګروپ بست ساتونکو له ډلې منیراحمد ۴۱ ناسوځېدلې، عمران جنت ۴۳ او احسان الله ۲۹ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د ایوبي کابل بازانو لپاره فرمان الله، ضیاءالرحمن او ننګیالي خروټي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړ.

ورپسې د ایوبي کابل بازانو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې په ۱۹.۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۱۵ منډې وکړې او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ ماتې ومنله چې د توپوهونکو له منځه یې صدیق الله اتل ۳۲، عظمت الله عمرزي ۲۸ او ضیاءالرحمن ۱۷ منډې وکړې خو لوبډله یې د بریا تر پولې ونه شوای رسولی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېوه ګروپ لپاره سید شېرزاد او لوبډلمشر ګلبدین نایب درې-درې ویکټې، کریم جنت دوه او امیر حمزه یوه ویکټ واخیسته او لوبډله یې د ۵۷ منډو په توپیر بریا ته ورسوله.

چې پر همدې بنسټ سید شېرزاد د غوره توپ اچونې په پایله کې د لوبې د غوره لوبغاړي، ګلبدین نایب د سټایلېش لوبغاړي او عمران جنت د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

د یادولو ده چې سبا ۹:۰۰ بجې به د ایوبي کابل بازان د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پر وړاندې او همدا ډول به ۱:۳۰ بجه د ډېلي فرېش بند امیر ښاماران د ډېوه ګروپ بست ساتونکو پر وړاندې لوبې وکړي.