بست په ۳۴ منډو سپین غر ته ماتې ورکړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام سیالیو په ترڅ کې نن یوولسمه لوبه کې بست د سپین غر پر وړاندې لوبه ترسره کړه، چې په پایله کې بست د ۳۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه. په یاده لوبه کې بست لوبډلې ۲۸۵ منډې هدف ټاکلی و چې ځواب کې یې سپین غر لوبډلې یوازې ۲۵۰ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. سبا ددې لوبو په لړ کې امو او مس عینک یو له بل سره لوبه کوي.

د نننۍ لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه ترسره کړه. د بست لوبډلې په توپوهنه کې بلال احمد ترین ۶۷، ناصر جمال ۶۱ او رحمت شاه ۴۹ منډې ترسره کړې. بلخوا د سپین غر په ګټه بلال سمیع او ابراهیم شریفي هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د بست لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې سپین غر لوبډلې د اکرام علیخېل ۱۰۰ او شوکت زمان ۳۳ منډو پر مټ یوازې ۲۵۰ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د بست لوبډلې په توپ اچوونکو کې ضیاء الرحمن شریفي، محب الله زرمتي او قمر شمس ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د لوبې په وروستیو کې د بست لوبډلې مډل ارډر توپوهونکی ناصر جمال په ۶۱ منډو د لوبې غوره او بلال احمد ترین په ۶۷ منډو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شول.
 
د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار مس عینک د امو پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.