بست لوبډلې د غازي امان الله خان جام شپږم پړاو سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په کچه د اکس بول غازي امان الله خان جام اتصالات یو ورځنیو سیالیو شپږم پړاو پایلوبه نن د بست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. بست لوبډلې نن په پایلوبه کې امو لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د غازي امان الله خان جام لوبو اتلولي په خپل نوم کړه.

د اکس بول غازي امان الله خان جام اتصالات یو ورځنۍ لوبې د روان کال اکټوبر میاشتې پر ۲۹مه د هېواد د پنځو زونونو تر منځ پیل شوې، چې پایلوبې ته یې بست او امو لوبډلو د د زیاتو بریاو په ترلاسه کولو سره لاره وکړه. دغه سیالۍ په لومړي ځل ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې، چې اتلولي یې درې ځلي مس عینک، دوه ځلي بست او یو ځلي سپین غر ګټلې ده.

یادې سیالۍ چې هر کال ترسره کیږي، د افغانستان کرکټ ملي، نولس کلنو لوبډلو او د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي پکې لوبیږي. دغه لوبې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ژوندۍ بڼه او ښه کیفیت سره خپرې شوې، چې سږ کال یې په لومړي ځل د پروډکشن چاري هم د ملي تلویزیون له لوري ترسره شوې.

د نن ورځي پایلوبه کې بست د لوبې پچه وګټله چې د دروېش رسولي ۱۲۲، بلال احمد ترین ۸۸، نعمان شاه او شمس الرحمن هر یوه ۳۱ منډو پر مټ په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۳۳۷ منډو هدف وټاکه. د امو په ګټه سلیم ساپي ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

امو لوبډلې د هدف په ځواب کې په ۳۹،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره ۲۰۷ منډې جوړې کړې. د دوی په ګټه اعجاز احمد ۴۸ او اعجاز احمدزي ۴۰ منډې جوړې کړې. د بست په توپ اچوونکو کې یمین احمدزي او عبدالباقي ۳-۳ او سید احمد شېرزاد ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې د پای په مراسمو کې دروېش رسولي په ۱۲۲ منډو د لوبې غوره لوبغاړي، یمین احمدزي په ۲۱ ویکټو د سیالیو غوره توپ اچوونکي، د امو لوبډلمشر عبدالمالک په ۴۰۷ منډو او ۳ ویکټو د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړي، دروېش رسولي په ۴۹۰ منډو د لوبو غوره توپوهونکي او محمد اسحاق رحیمي په ۳۰۰ منډو جوړولو د لوبو تر ټولو ځوان لوبغاړي ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ روان کال د کورني کرکټ سیالیو په لړ کې د کلبونو په کچه سیالۍ، د وزیر اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه سیالۍ، د نجیب الله تره کي معلولینو شل اوریزه لوبې، د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ لوبې، د زرغون افغانستان جام، احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس او د غازي امان الله خان جام لوبې ترسره کړې.