بست لوبډلې د افغانستان د فرسټ کلاس سیالیو په یوه پاڼۍ کې د ډېرو منډو کارنامه جوړه کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 04 Dec 2021
بست لوبډله، د کورنیو احمدشاه ابدالي (فرسټ کلاس) سیالیو په لړ کې وتوانېده، چې په یوه پاڼۍ کې د ډېرو منډو په جوړولو سره په هېواد کې د دغې بڼې د ډېرو منډو کارنامه یا رېکارډ په خپل نوم کړي.
بست لوبډلې د فرسټ کلاس په لسمه لوبه کې د سپین غر لوبډلې پر وړاندې د ۹ ویکټو په زیان، په ۲۱۲ اورونو کې ۸۶۴ منډې تر لاسه کړې چې په ترڅ کې یې منیر احمد کاکړ ۲۱۱، دروېش رسولي ۱۱۲، اصف موسیٰزي ۱۰۱، وقار الله اسحاق ۱۰۰، صدیق پاچا ۹۶، نعمان شاه ۷۰ او محمد ابراهیم ۶۰ منډې وکړې.
د یادونې وړ ده چې ۸۶۴ منډې د افغانستان د فرسټ کلاس سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ډېرې لوړې منډې دي چې د نړۍ په کچه د یادو سیالیو په ډول کې څوارلسمه پوړۍ شوه. دا لومړی ځل دی چې د فرسټ کلاس لوبو کې ۷ لوبغاړي له پنځوسو پورته منډې کوي او څلور لوبغاړي پکې سلیزې وهي.
د افغانستان په فرسټ کلاس لوبو کې له دې وړاندې په ۲۰۱۷ز کال کې بند امیر لوبډلې ۷۴۷ منډې کړې وې، خو نن د بست لوبډلې د بند امیر لوبډلې رېکارډ مات کړ او د ډېرو منډو جوړولو دغه کارنامه یې په خپل نوم ثبت او ویاړ ترلاسه کړ.