د غازي امان الله خان جام لومړۍ لوبه کې بست لوبډلې مس عینک له ماتې سره مخ کړ

د یادې سیالۍ پجه مس عینک لوبډلې وګټله چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۴۵ اورونو کې یې د ۴ ویکټو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه، د مس عینک لپاره لوبډلمشر شاهدالله کمال ۱۲۰ منډې، اصغر اتل ۶۹ منډې او رحمن الله ځدراڼ ۳۷ منډې ترسره کړې، په داسې حال کې چې د بست لوبډلې په ګټه عبدالباقي ۲ ویکیټې او یمین احمدزي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بست لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۳ ویکټو په سوځېدو ترلاسه کړ، د بست لپاره احسان الله جنت ۱۲۵ منډې، ریاض حسن ۶۹ منډې او لوبډلمشر منیر احمد کاکړ ۳۴ منډې ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې مس عینک ته په توپ اچونه کې نور احمد لکڼوال ۲ لوبغاړي او شاهدالله کمال ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د غازي امان الله خان جام سیالیو په دوام به سبا سهار ۹:۳۰ بجې د امو او سپین غر لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شي.