بست لوبډلې دویمه بریا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 27 Aug 2025

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام لوبو په ترڅ کې نن د بست او بندامیر لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، چې بست پکې د ۲۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه. په یاده سیالۍ کې بست ۳۱۲ منډې هدف ټاکلی و، چې ځواب کې یې بندامیر د ۸ لوبغاړو په تاوان ۲۶۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه د ډي ایل ایس میتود له مخکي بست لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر وګټله.
د نننۍ لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه. دوی د ریاض حسن د ۸۶، حضرت الله ځاځي ۶۹ او رحمت شاه زرمتي ۵۶ منډو پر مټ ۳۱۱ منډې جوړې کړې. بلخوا بیا د بندامیر په توپ اچونه کې نجات مسعود، فرمان الله ساپی او شمس الرحمن ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د بست لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې بندامیر لوبډلې د شمس الرحمن ۵۶، شېر خان ۴۸ او حشمت الله شهیدي ۳۷ منډو پر مټ ۲۶۴ منډې ترسره کړې. بلخوا بیا د بست لوبډلې په توپ اچوونکو کې محب الله همراز او اعجازالحق نورزي هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په وروستیو کې د بست لوبډلې توپوهونکی ریاض حسن په ۸۶ منډو د لوبې غوره لوبغاړی او اعجازالحق نورزي په ۲ مهمو ویکټو او ۱۴ منډو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار سپین غر د مس عینک پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.