د بورډ غړو مهالنۍ ناسته ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ محترمو غړو ترمنځ مهالنۍ ناسته ترسره شوه چې پکې د تېرو پنځو میاشتو پر لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو او مواردو خبرې اترې وشوې.
د بورډ غړو مهالنۍ ناسته ترسره شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ محترمو غړو ترمنځ مهالنۍ ناسته ترسره شوه چې پکې د تېرو پنځو میاشتو پر لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو او مواردو خبرې اترې وشوې.

د بورډ محترمو غړو ترمنځ د یادې ناستې مشري د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف پر غاړه وه چې په پیل کې یې د ادارې د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان له لوري ټولو غړو ته ښه راغلاست وویل شو او په وینا یې، ډېر د خوښۍ ځای دی چې اداره ټولې کړنې د بورډ غړو سره په سلا او مشورې ترسره کوي او دغه چاره د ادارې لپاره ډېره مثبته پرېوځي.

ورپسې په دغه ناسته کې د کال له پیل (جنوري میاشتې) تر دې مهاله د ادارې پر ټولو فعالیتونو، لاسته راوړنو او خنډونو خبرې وشوې او دغه راز ورته حل لارې وړاندیز شوې. افغانستان ته د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب څوکۍ کې د ښاغلي میرویس اشرف ګډون، په متحده عربي اماراتو کې د تمریناتي کمپ ترسره کول، د زرغون افغانستان جام ترسراوی او نورې هغه لاسته راوړنې وې چې بحث پرې وشو او د بورډ غړو له لوري یې غوره تنظیم او ترسره کول وستایل شول.

سربېره پر دې په دغه ناسته کې د ادارې پر نوي جوړښت او تشکیل هم خبرې وشوې. د ادارې نوی جوړښت په کارونو کې د غوره موثریت او لا ډېرو اداري اصلاحاتو په موخه ترسره کېږي، ترڅو اداره ټولې هغه موخې چې په پام کې یې لري، پرې ترلاسه کړي چې په تړاو یې د بورډ غړو له لوري په ځینو مواردو کې نظرونه وړاندې شول او د لا ډېر اصلاح لپاره یې خپل ټکي او نظرونه شریک کړل.

دغه راز د بورډ غړو په یاده ناسته کې د مالي ملاتړ کوونکو پر موضوعاتو او شته فرصتونو هم خبرې وشوې، چې ترڅنګ یې په تېر نړیوال جام کې د صدیقي ګروپ ته د عمومي ملاتړ کوونکي د عنوان پر ورکولو او تر اوسه د پیسو پر نه ورکړې خبرې وشوې چې په تړاو یې د بورډ غړو له کرکټ بورډ سره په دغه ډګر کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او په وینا یې، دغه موضوع د ادارې د مالي اړخ لپاره ډېره اړینه ده او باید ژر تر ژره يې په اړه ګامونه پورته شي.

پر دې سربېره افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا اې پي ال او شپږیزه کرکټ لیګ هم د بورډ غړو د یادې ناستې ټکي وو چې پکې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه سږ کال په مناسب وخت کې د دغو لیګونو د ترسراوي ژمنه وکړه او په وینا یې د دغو لیګونو ترسره کول اړین او مهم دي. 

د یادولو وړ ده چې د بورډ محترمو غړو یو ځل بیا له افغانستان کرکټ بورډ سره د بشپړې او هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او په وینا یې، د ادارې له لوري تر اوسه ټولې چارې په ډېر ښه ډول روانې دي او په راتلونکي کې هم باید دوامداره وساتل شي، ځکه کرکټ ټولو افغانانو او هېوادوالو ته ډېرې خوښۍ ورکړې دي او د ادارې د ټولو لاسته راوړنو ساتل اړین دي.