بند امیر لوبډلې سپین غر ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په څلورمه لوبه کې بند امیر لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
بند امیر لوبډلې سپین غر ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په څلورمه لوبه کې بند امیر لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په پيل کې د لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او بند امیر لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه. بند امیر لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۷ منډې جوړې کړې او سپین غر ته یې د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه.

بند امیر ته په توپوهنه کې دروېش رسولي ۱۰۶ ناسوځدلې، کریم جنت ۵۲ او حضرت الله ځاځي ۴۷ زیاتې منډې ترسره کړې. دا په داسې حال کې ده چې سپین غر ته په توپ اچونه کې طاهرخان او باطن شاه ۲-۲ ویکټې واخيستې.

ورپسې سپین غر لوبډلې د ټاکلي هدف د‌ پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه چې د لوبې په ۴۹،۲ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۳۳ منډې جوړې کړې او بندامیر لوبډلې ته يې د ۴۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

سپین غر لوبډلې ته په توپوهنه کې زبید اکبري ۶۷، طارق ستانکزي ۶۱ منډې ترسره کړې. بندامیر ته په توپ اچونه کې نجات مسعود ۳، حمزه هوتک او نوین الحق ۲-۲ او کریم جنت یوه ویکټ واخیسته.

د بندامیر لوبډلې توپوهونکی دروېش رسولي چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالو پنځمه لوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د مس عینک او امو لوبډلو تر منځ ترسره شي.