بندامیر پایلوبې ته لار وموندله!

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام سیالیو په لړ کې نن بندامیر لوبډلې بست لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د خپلو نمرو شېر ۸ ته ورساوه او د یادو لوبو پایلوبې ته یې لار وکړه. په دغه لوبه کې لومړی بست لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او د ۲۶۹ منډو هدف یې وټاکه. بندامیر لوبډلې د اعجاز احمدزي د ښکلي توپوهنې پر مټ یاد هدف د لوبې په ۴۸م اور کې ترلاسه کړی.

د نننۍ لوبې پچه سهار بست لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله وغوښتل چې توپوهنه ترسره کړي. د دوی په ګټه رحمت شاه زرمتي ۱۳۳ او ریاض حسن ۵۳ منډې ترسره کړې. بلخوا د بندامیر په ګټه فریدون داودزي او فرمان ساپي ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د بست لوبډلې ټاکلی هدف بندامیر لوبډلې د لوبې په ۴۵م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان سره ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې اعجاز احمدزي ۱۱۷، اصف موسی زي ۴۴ او حشمت الله شهیدي ۳۸ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د بست په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن شریفي ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
 
د لوبې په وروستیو شېبو کې د بندامیر لوبډلې توپوهونکی اعجاز احمدزی په ۱۱۷ منډو جوړولو سره د لوبې غوره او بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار مس عینک د سپین غر پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.