بندامیر دریمه بریا ترلاسه کړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام سیالۍ چې په خوست ولایت کې روانې دي، نن یې په ترڅ کې امو د بندامیر پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه. په دغه لوبه کې امو لوبډلې د ۱۷۸ منډو هدف ټاکلی و چې بندامیر د ۶ ویکټو په تاوان د لوبې په ۲۹.۳م اور کې ترلاسه کړی.

د امو او بندامیر د نن لوبې پچه بندامیر وګټله او لومړی یې توپ اچونه ترسره کړه. امو لوبډلې د د سمیع الله شینواري ۲۷ او بابر خان ۲۵ منډو پر مټ یوازې ۱۷۷ منډې جوړې کړې. بلخوا د بندامیر په ګټه فریدون داودزي او فرمان الله ساپي هر یوه ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

بندامیر لوبډلې د امو لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۲۹.۳م اور کې د ۶ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهونکو کې اعجاز احمدزي ۴۳فرمان الله ساپي ۳۳ او عبدالهادي ۳۱ منډې جوړې کړې. همدا راز د امو په توپ اچونه کې عبدالمالک، بلال افتاب او محمدګل علیزي هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو کې د بندامیر لوبډلې الراونډر فرمان الله ساپي په ۲ ویکټو او ۳۳ منډو د لوبې غوره لوبغاړی او اعجاز احمدزی په ۴۳ منډو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار سپین غر د بست پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.