بلخ او کندز لوبډلو په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې بریاوې خپلې کړې

​​​​​​​د چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په لسمه لوبه کې بلخ د هرات له لوبډلې او کندز د سمنګان له لوبډلې بریاوې خپلې کړې.
بلخ او کندز لوبډلو په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې بریاوې خپلې کړې

د چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په لسمه لوبه کې بلخ د هرات له لوبډلې او کندز د سمنګان له لوبډلې بریاوې خپلې کړې.

په خوست کرکټ لوبغالي کې هرات لوبډلې بلخ لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۱۵ منډې هدف وټاکه. هرات ته ترټولو ډیرې ۴۸ منډې رحیم الله جوړې کړې او بلخ ته په توپ اچونه کې محمد حسن ۴، اسدالله، کامل ۲- ۲، احسان مندوزي او عبدالستار یو- یو لوبغاړی وسوځول.

بلخ لوبډلې ټاکلی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او لوبه یې د هرات له لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر وګتله.

بلخ ته ترټولو ډیر ۲۶ منډې محمد حسن ترسره کړې او هرات ته عبدالله ۳ او عالم یو لوبغاړی وسوځولو.

همداراز په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندز سمنګان لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۱۵ مندې هدف وټاکه.

کندز ته تر ټولو ډیر ۷۲ فرهان زاخېل، ۶۹ خیرالله، ۵۵ ابراهیم او ۵۰ منډې عبدالهادي ترسره کړې.

ورپسې سمنګان لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۲۱۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې کندز لوبډلې ته د ۹۷ منډو په توپیر وبایلله.

سمنګان لوبډلې ته په توپوهنه کې بلال خان ۷۰ او حیات الله ۶۴ ډیر مندې ترسره کړې، کندز لوبډلې ته په توپ اچونه کې سمیع ۳، ابرهیم، جمشید ۲-۲، نورالله او عبدالله یو- یو لوبغاړی وسوځولو.

د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو په لړ کې به سبا په خوست کرکټ لوبغالي کې لوګر، بامیان او په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې هلمند، پروان لوبډلې لوبې ترسره کړي.