حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو د ۵۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه

د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اوومه لوبه نن د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو او اکټو سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو سیال لوری د ۵۸ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.
حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو د ۵۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه

د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اوومه لوبه نن د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو او اکټو سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو سیال لوری د ۵۸ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د لوبې په پیل کې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ پچه وګټله چې لومړی یې د اکټو سپین غر زمریانو د لوبډلمشر کریم صادق پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس عینک اتلانو لپاره د لوبې په پیل کې بهارعلي شینواري او محمد شهزاد ډېره چټکه توپوهنه پیل کړه چې تر ډېره د دوی د منډو ملګرتیا د اتلانو لپاره د ستر هدف لامل شوه چې د یادې لوبډلې لوبغاړو د څلور ویکټو په سوځېدو، د۲۰ اورونو په لوبولو سره له سیال لوري ۲۲۱ منډې ترلاسه کړې.

د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو د توپوهونکو په استازیتوب بهارعلي شینواري ۶۵ ډېرې، حشمت الله شهیدي ۵۳ او محمد شهزاد ۵۲ منډې وکړې چې له منځه یې محمد شهزاد او بهارعلي شینواري ترمنځ د لوبې چټک پیل د اتلانو لپاره د ستر هدف لامل شو.

د اکټو سپین غر زمریانو د توپ اچوونکو له منځه عبدالله عادل دوه، کریم صادق او قیس احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو د دوی توپ اچونې هم سیال لوری له ډېرو منډو ترلاسه کولو راونه ګرځولی شو.

ورپسې د اکټو سپین غر زمریانو لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې لوبډلمشر کریم صادق ۳۳ ډېرې، فضل ځاځي ۲۳، رحمت الله او قیس احمد هر یوه ۱۹ منډې ترلاسه کړې، خو حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو هدف یې ترلاسه نه شو کړلی.

په داسې حال کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته عبدالله مزاري څلور، لوبډلمشر شاپور ځدراڼ درې، نور احمد دوه او محمد الله همکار یوه ویکټ ترلاسه چې په دې سره د اکټو سپین غر زمریانو په ۱۸،۳ اورونو کې د ۱۶۳ منډو ترلاسه کولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نه کړای شو.

د مس عینک اتلانو بهار علي شینواری د لوبې د غوره لوبغاړي او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي او عبدالله مزاري بیا د سټاېلېش لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې سبا ۹:۰۰ بجې به د ډېوه ګروپ بست ساتونکي د اکټو سپین غر زمریانو او ماسپښین ۱:۳۰ بجه به د ایوبي کابل بازان د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې سره مخ شي.