هندوکش او ماهیپر پرلپسې بریاوي ترلاسه ک
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 01 Jul 2025

د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریز اتصالات کرکټ جام دویم پړاو لوبې چې د کندز ولایت په کوربتوب روانې دي، د نن ورځې لومړۍ لوبه کې ماهیپر ستورو د میوند اتلان او دویمه لوبه کې چې ماسپښین ترسره شوه، هندوکش سټرایکرز پکې د پامیر لیجنډز لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریز اتصالات جام پنځمه لوبه چې نن سهار ترسره شوه، ماهیپر ستورو د پچې تر ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه غوره کړه. یادې لوبډلې د لوبې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د خپلو ۵ ویکټو په تاوان ۱۷۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.
د ماهیپر ستورو لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر حضرت الله ځاځي ۵۷، محمد شهزاد ۲۶ او الله نور ناصري ۲۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې. د میوند اتلانو په توپ اچونه کې بابر خان ۲، نصیر خان او بشیر احمد بیا ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه.
د ۱۷۲ منډو په تعقیب کې میوند اتلانو د لوبې په پوره شل اورونو کې د ۷ ویکټو په تاوان ۱۶۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې ماهیپر ستورو ته د ۵ منډو په توپیر وبایلله.
د میوند اتلانو لپاره لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ ۴۲، سمیع الله شینواري ۳۲ او عصمت عالم ۲۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې. بل لور ته د ماهیپر ستورو لپاره محمد ابراهیم ۳، محمد سلیم، فرمان ساپي او قمر شمس ۱-۱ ویکټ په خپل نوم کړه.
محمد ابراهیم شریفي د دریو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن ورځې دویمه لوبه چې نن ماسپښین ترسره شوه، هندوکش سټرایکرز پکې سیاله پامیر لیجنډز لوبډله د ۹۴ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.
هندوکش سټرایکرز د پچې تر ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه غوره کړه. دوی په پوره ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په تاوان ۱۷۶ منډې جوړې کړې.هندوکش لوبډلې ته په توپوهنه کې مبین خان بختیار ۵۸، زبېد اکبري ۴۴ او محمد اسحاق ۲۹ منډې جوړې کړې.
د پامیر لیجنډز لپاره په توپ اچونه کې سید شیرزاد او بلال سمیع ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د هندوکش سټرایکرز د ۱۷۷ منډو په ځواب کې پامیر لیجنډز د خپلو ټولو ویکټو په تاوان ۸۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۴ منډو په توپیر وبایلله. د پامیر لیجنډز په توپوهنه کې وفي الله تره خېل ۳۰ او محیب الله همراز ۲۸ زیاتې منډې جوړې کړې. بل لور ته یما عرب د هندوکش سټرایکرز په ګټه ۴، عبدالله احمدزي او طارق ستانکزي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
مبین خان د ۵۸ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادولو ده، چې سبا چهار شنبه به د ایکس بُل ـ واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام روانو لوبو په لړ کې لومړۍ سیالي د میوند اتلان ـ پامیر لیجنډز او دویمه بیا د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شي